برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دطالبانوله خوا لسګونه نیول شوي حکومتي عسکر خوشي شول

آریانانیوز: طالبانو په فراه ولایت کې ۳۵ تنه حکومتي عسکر چې په مخامخ جګړو کې يې ژوندي نیولي وو، بیرته خوشي کړي دي.


طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې دغه بندي عسکر یې د خپل مشر (شیخ هبت الله اخندزاده) د عفوې د فرمان په اساس ازاد کړي دي.
نوموړي زیاتوي چې یاد کسان د هیواد د مختلفو ولایتونو اوسیدونکي وو او په فراه ولایت کې يې د پولیسو او اردو په لیکو کې دندې ترسره کولې.
د هغه په وینا، ازاد شوي جنګي عسکر په تېرو شلو ورځو کې د فراه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د جګړو پرمهال د طالبانو لاس ته لویدلي وو، چې تېره ورځ يې د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې خوشې کړل.
ښاغلي احمدي زیاته کړې چې ازاد شوو عسکرو «ټینګه ژمنه وکړه چې د تل لپاره به نور په دې اجیرې ادارې کې کوم فعالیت یا وظیفه ترسره نه کړي».
طالبانو تر دې وړاندې هم په جګړو کې نیول شوي سرتیري، په دې ضمانت چې بیا به په حکومتي لیکو کې د طالبانو په خلاف نه جنګیږي، بیرته خوشي کړي او د لارې د کرایې په ورکولو سره روغ رمټ خپلو کورنیو ته لیږلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي