برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دطالبانولخوادحکومتی مهم بندیانوخوشي کول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس حکومتي اوطالب زندانیانو د تبادلې په دوام کې طالبانو په هرات ولایت کې د حکومت زندانیان خوشي کړي. د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون یوه تن مسئول وویل، چې د حکومت له لوري له بګرام زندان څخه ۷۰ تنه طالب زندانیان او د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د حکومت ۱۷ بندیان خلاص شوي.
د سرچینې په خبره، د طالبانو له لوري خلاص شوي اووه لس تنه تېر کال په بادغیس ولایت کې نیول شوي او حکومت ته مهم وو، چې د هغوی له لوري په سپارل شوي لیست کې یي ځای درلود او په بیا، بیا یې د حکومت له لوري د خلاصېدو غوښتنه هم کېده.
د طالبانو له لوري د حکومت د زندانیانو د خلاصون خبرونه داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې حکومت ادعا کړې وه، طالبانو له ورسپارل شوي لیست سره سم زندانیان نه دي خلاص کړي.
طالبانو د حکومت دا ډول ادعاوې رد کړې او په هیواد کې د کرونا له خپرېدو او زندانونو ته ددې وژونکې ناروغۍ له سرایت سره هم مهاله یې د زندانیانو د تبادلې پروسې پر چټکتیا ټینګار زیات کړی.
بل لور ته حکومت که څه هم د زرګونو جنايي بندیانو د خلاصون امر ورکړی، خو وایي، تر پنځلس سوه زیات طالب زندانیان نه خوشي کوي او طالبان باید د همدومره اندازه زندانیانو له خلاصون سره هم مهاله له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي