برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دطالبانوسل بندیان خوشې کیږی

آریانانیوز: د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د خپل ټویټرپه پاڼه لیکلي، چې دا بندیان به د راروانې سه شنبې تر ورځې د وري دولسمې ورځې پورې خوشې شي
ښاغلي فیصل لیکلي ” افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو سره د زندانيانو د خلاصون پر لومړنيو تخنیکي اقداماتو خبرې وکړې. تر نورو بحثونو وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو عمر روغتیایي حالت او د کرونا وایرس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مې نېټې پور سل تنه زندانیان د بشري خواخوږۍ له خاطره د طالبانو د ډلې او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین تر لاسه کولو وروسته خوشې شي”
ښاغلي فیصل ویلي، چې په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به په راتلوونکو ورځو کې افغان حکومت او د طالبانو استازي مخامخ خبرې وکړي
د قطر پایتخت دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د بندیانو پر مسله د دغې ډلې د استازو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د امریکا، قطر او نړیوال سره صلیب د استازو په ګډون د یو ویډیو کنفرانس له لارې د چهارشنبې په ورځ څلور ساعته خبرې شوي دي
سهیل شاهین ویلي، چې د طالبانو یو تخنیکي پلاوی به د بندیانو د خوشې د بهیر د څارنې لپاره بګرام زندان ته هم سفر وکړي
د چهارشنبې د ورځې خبرو وړاندې تیره اونۍ هم افغان حکومت او د طالبانو استازو د یو ویډیو کنفرانس له لارې پر دې مسله خبرې کړې وې
د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو پر سر د جنجالونو له امله بین الافغاني خبرې هم ځنډیدلي دي
د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د دغې هوکړې د لاسلیک وروسته لس ورځې ټاکل شوې وې، خو د دواړو غاړو ترمنځ په دې مسله د جنجالونو له امله د هوکړې د لاسلیک څخه د شاوخوا دریو اونیو د تیریدلو وروسته هم د بین الافغاني خبرو لپاره دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array