برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دصبغت‌الله مجددي د جنازې مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې

آریانانیوز: دیوراپوپراساس په غه مراسمو کې ولسمشر محمداشرف غني، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، پخواني ولسمشر حامدکرزي او نورو لوړ پوړیو دولتي چارواکیو برخه اخېستې وه.


ولسمشر غني په‌دې مراسمو کې صبغت‌الله مجددي په وروستیو ۴۰ کلونو کې په سیاسي لحاظ یو اغېزناک شخص وبللو چې تل به یې د ملي یووالي له‌پاره هلې ځلې کولې.
ښاغلي غني د جنازې په مراسمو کې وویل چې د ثور له ګودتا وروسته مجددي اولنی شخص و چې د روسي ځواکنو پر وړاندې یې په افغانستان کې اعتراض وکړ او د روسي ځواکونو پر وړاندې یې ګام پورته کړ.
ولسمشر وویل چې صبغت‌الله مجددي له ولسمشرۍ دورۍ وروسته قدرت په سالمه توګه تحویل کړ.
صبغت‌الله مجددي په ۱۳۰۷ لمریز کال د کابل ښار په یوې روحاني کورنۍ کې دې نړۍ‌ ته راغی.
مجددي له بن کنفرانسه وروسته د ملي شورا د رییس او د سولې د ټینګښت کمېسیون رییس دندې تر سره کړې.
هغه پرون د ۹۳کلونو په عمر په کابل کې له‌دې نړۍ سترګې پټې کړې. حکومت په همدې پار نن ورځ رخصت اعلان کړی او د هېواد بیرغ نیم ځوړند دی.مشرۍ ماڼۍ کی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي