برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دسولې په بهیرکې

آریانانیوز: د سولې د عالی شورا د دارالاانشاء مشر په دې چې امریکا،د افغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره دخبرواترو له درستو جزیاتو نه خبروی،اندیښنه ښودلې ده .


محمدعمر داؤد زئ هندوستان ته په سفر کې  دخبریالانو په ټول کې همداراز ووئیل،امریکا له  طالبانو ډلې سره د خبرواترو له لارې دغه ډله  پیاوړی کړې ده .
له دې مخکې،د افغانستان د ملی امنیت سلاکارحمد ا… محب هم د سولې په بهیر کې د افغانستان د حکومت څنډې ته دکولو په دلیل د ډونالډټرمپ پر حکومت سختې نیوکې کړې وې .حمد ا..محب وئیلی وو،د ټرمپ حکومت  دافغانستان  د ولسمشر په ضد په دسیسې سره هڅه کوی،دکابل حکومت  د  استعماری حکومتونو په څیر  په یوه حکومت بدل کړی .
د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا د پَټَونې په سیاست دافغانستان د سولې  دعالی شورا د سکرټریټ یا دارالانشاء مشر د اندیښنې څرګندول د هغه بهیر د دوام له امله دی چې سپینه ماڼۍئې له طالبانو ډلې سره د دوواړخیزو خبرواترو له لارې تعقیبوی،داموضوع لامل شوې څو د افغانستان د  ملی وحدت حکومت موقعیّت کمزوری شی .
دافغانستان د حکومت استازو ته له  بلنې پرته  له طالبانو سره د دوواړخیزو  اړیکو په ترسره کولو کې د امریکا سیاست ، لامل شوی څو دغه ډله دکابل  له حکومت سره په خبرواترو کې دنه شتون په باب پر خپل دریځ د تیر وخت په نسبت لازیات لازیات ټینګار وکړی چې دغو شرائطو د بین الافغانی خبرواترو د ترسره کولو لپاره شرائط  لازیات ترینګلی کړی دی .
په همدې دلیل ده چې په همداوروستیوکې د افغانستان حکومت،ددغه  هیواد  دسولې په بهیر کې  دامریکا  په سیاستونو د اعتراض په دوام کې  د سپینې ماڼۍ پر چارواکو غږ کړی،له طالبانو سره د خبرواترو د اوه م پړاؤ  ماموریت دې د بین الافغانی خبرواترو دم برابرولو لپاره پیلامه کړی .
البته  دغه غوښتنه د افغانستان په داخل کې  نه یوازې ددغه هیواد  دملی وحدت حکومت ته  محدوده  نه ده او درستې سیاسی او قومی ډلې ټپلې  هم  دملی پخلاینې په پروګرام کې له بندونه د وتلو په باب  یوې اغیزشیندونکی  لارې ته درسیدو لپاره  دبین الافغانی  خبرواترو  دترسره کولو غوښتنه کوی .
دافغانستان له بدلونونو سره اړونده  ډیر هیوادونه هم له طالبانو سره د دوو اړخیزوخبرو اترو په ترسره کیدا کې دامریکا پر سیاست نیوکې کوی او دا د کابل  دحکومت د رول او مقام د کمزوری کولو لامل ګڼی  چې  حتی ددغه جنګ ځپلی هیواد ملی ګټې هم له جدی خطرو سره مخامخ کولی شی . .
دې ته په پام سره چې  طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ، دجنګ پای او دسولې  له بهیر سره یو ځای کیدا ، به له افغانستانه د بهرنیو عسکرو تر وتلو پورې هیڅ امکان ونه لری ، دادی اوس  د واشنګټن چارواکی ،په دغه هیواد کې د سولې له ټینګیداسره پر مرستې د مشتملې خپلې ادعا له امتحان سره  مخامخ شوې ده .

که د امریکا حکومتی  چارواکی  دخپلې ادعا په اثبات پسې وی ،نو باید له افغانستانه دخپلو عسکرو د ویستلو  دمهال ویش په وړاندې کولو سره ،  عملا  د سولې خبرې اترې  او په دوام کې  په دغه هیواد کې د جنګ دختمیدا موضوع  له اوسنی بندونه وباسی .
که امریکا  هماغه شان  د افغانستان د خلکو  د ګروهنې او په دغه هیواد کې د سولې  دضرورتونو په اپوټه په دغه هیواد کې  دخپل شتون پر د وام ټینګار کوی،نو له طالبانو سره به  دسپینې ماڼۍ د خبرواترو  بندون  دوام ومومی او حتی له دغې ډلې سره  دکابل  دحکومت  احتمالی خبرې اترې به  کومه نتیجه ورنکړی .
داسې ښکاری،د امریکا حکومت  دافغانستان په بدلونونو کې له خپلو غلطو محاسباتو اواقداماتو سره  لازیات،په د غه هیواد کې د نښتو او تاؤتریخوالو  د ختمولو لپاره   د رامینځة شوو فرصتونو  په له مینځه وړلو پسې  دی .

شریک یي کړئ!