برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسرپل اوه کلي طالبان ونیول

آریانانیوز: طالبان وايي سرپل کې يې مرکز ته څېرمه په جګړه کې ۳۰ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او ګڼ يې ژوندي نیولي.


تېره ورځ مرکز ته څېرمه د بلغلي سیمې اربکي قومندان صمیم وویل، چې طالبانو ترې اته پوستې نیولې دي.
طالبانو نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده سیمه کې يې د پوستو د نیولو تر څنګ يې ګڼ عسکر ژوندي نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، مرکز ته څېرمه يې اوه کلي نیولي دي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.
خبرپاڼه لیکي، بغاوي، قشقري، ګله کل، دولت‌زي، ایګی‌زک، کوټه قره، چشمه شفا هغه کلي دي، چې تازه د طالب سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
حکومتي سرچینو پرون د ۳۹ طالبانو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو دعوه وکړه، چې طالبانو بې بنسټه بللې ده.
طالبانو ویلي، په دې جګړه کې يې تر اوسه پورې شپږ ملګري له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي