برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دحګومت دسولې پلاوی او طالبانو پلاوي مخامخ خبرې

آریانانیوز: درسنیودرپوټ په اساس ملي امنیت شورا په کابل کې د بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغان دولت د سولې د اړیکې لومړنۍ ډلې او طالبانو پلاوي د مخامخ مذاکراتو خبر ورکوي
ملي امنیت شورا پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې افغان حکومت پرون په کابل کې د سره صلیب د استازیو په موجودیت کې د طالب پلاوي کوربه‌توب وکړ
ملي امنیت شورا ویلي چې دواړو لوریو د بندیانو خوشې کولو په اړه بحث کړی او په وینا یې، په خبرو کې یې ځینې پرمختګونه هم شوي او ټاکل شوې نن بیا سره وګوري
د طالبانو درې کسیز پلاوی له افغان حکومت سره د بندیانو خوشې کولو او لېږدولو په اړه د خبرو لپاره پرون کابل ته راغی. د دې ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، «دغه پلاوی به د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر وڅاري او په تخنیکي برخه کې به لازم اقدامات وکړي
دا په داسې حال کې ده چې دواړو لوریو تر دې مخکې درې ځله د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي او ویل کېدل چې یو لس کسیز طالب پلاوی به کابل ته راشي، خو پرون یوازې دې کسان له افغان دولت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره کابل ته راغی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي