برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دحکومت څلوېښت تنه بنديان دطالبانوله لوری خوشی شول

آریانانیوز: په قطر کښې د طالبانو د سياسي دفتر وياند د دوی لخوا د حکومت د څلوېښتو نورو بنديانو د آزادېدو خبر ورکړ
دیورپوټ له مخې سهيل شاهين وويل، د حکومت بنديان د قندوزپه ولايت کې آزاد شول.
د طالبانو دغه لوړرتبه غړي زياته کړه، په افغانستان کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه طالبان کوشش کوي د بنديانو د آزادېدو چلند چټکتيا ومومي.
طالبانو تراوسه د يو شمېرحکومت فوځيانو په شمول له سلو زيات بنديان له زندانانوآزاد کړي اوحکومت هم له پينځو سوو نه زيات طالبانو آزاد کړي دي.
د قطر د موافقه ليک له مخې ټاکل شوې ده د حکومت د زرو بنديانو په بدله کښې د طالبانو پينځه زره بنديان د دواړو خواو له بندونو آزاد شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي