برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دحکومت نورڅلورسوه بندیان دطالبان لخوا خوشی شول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي په یوې اعلامېې کې وئيلی دي ،له طالبانو سره د سولې دخبرواترو دپیلولو لپاره له حکومتي بندونو نور څلور سوه طالب بندیان خوشي کوي .
د ولسمشر ۍدفترهم پر طالبانو ډ لې غږ کړی ددغه هیواد بندي پوځیان دې خوشي کړي
د حکومت له دې مخکې کابوڅلورزره طالب بندیان خوشي کړي او طالبانوډلې هم تر دې دمه کابو اوه سوه شل حکومتي بندیان خوشي کړي دي .
د حکومتي او طالب استازو تر دې د مه په کابل کې د دواړو لورو د بندیانو دخوشي کولو لپاره څو ځله خبرې آترې کړي دي او ټاکل شوې ده ،د زرو حکومتي بندیانو دخوشي کیدا په وړاندې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي شي .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د کورنیو چارووزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په کندهار ،غزني ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمینځ په نښتو کې یولس طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي . همدرااز د زابل ولایت په شینکي ولسوالۍ کې هم له افغان پوځیانو سره په نښتې کې نهه نور طالبان وژل شوي او یو شمیر نورهم ټپیان شوي دي .

شریک یي کړئ!