برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دحکومت له بندیخانوڅخه دطالبانو۷۱نورکسان خوشی شول

آریانانیوز: دهیواد له بندیخانوڅخه دحکومت لخوا دطالبانو۷۱ بندیان خوشی شول
دهیواد دملی امنیت شوری ویاند جاوید فیصل دخپل ټویټر په حساب کی ولیکل چی دغه کسان د ننګرهار ، لغمان ،کڼر ،نورستان ،فاریاب ، ورزګان اوبغلان ولایتونوله بندیخانوڅخه خوشی شوی دی .
په دی سره دطالبانودبندیانوشمیر چی دحکومت لخوا له اپریل داتمی نیټی څخه خوشی شوی دی ۴۳۲ تنوته ورسیدل
طالبانوداپریل له ۱۲نیټی په دی خوا ویلی دی دهیواد ددفاعی او امنیتی قواوڅخه ۶۰ تنه یی خوشی کړی دی
دهغه مواقفی په اساس چی طالبان اوآمریکا دفیبروی میاشتی په ۲۹نیټه دقطرپه پلازمینی دوحی کی امْضاء کړل ټاکل شوی ووچی دمارچ په لسمه بین الافغانی خبری اتری هم پیل شی
دحکومت د۱۰۰۰بندیانودخوشی په وړاندی دطالبانود۵۰۰۰بندیانو خوشی کیدل ددغه خبری اتر مخکنی شرط ټاکل شوی وو
خودبین الافغانی مذاکراتودشروع کیدوڅخه ه اوس ۴۰ ورځی نه زیات تریږی خوتراوسه معلوم نه دی چی دغه خبری اتری کله پیلیږی .

شریک یي کړئ!