برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دحکومت لخوا د طالبانو ۳۴۹۶ بندیان خوشی شوی دی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی یو شمېر حکومتي سرچینې وایي، د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر دوام لري او تر اوسه د دې ډلې ۳۴۹۶ بندیان ازاد شوي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، تر اوسه د دولت له زندانونو څخه د طالبانو ۳۴۹۶ بندیان ازاد شوي او د نورو د خوشي کېدو بهیر هم دوام لري
د سرچینې په وینا، تېره ورځ د طالبانو ۲۱۶ بندیان له بګرام زندان او ۸۴ نور بیا له پلچرخي زندان څخه ازاد شول
د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه سرچینه همدارنګه وایي، طالبانو هم تر اوسه د دولت ۶۴۵ بندیان خوشي کړي او دا لړۍ به دوام وکړي
د یادولو وړ ده چې د دوحې د تړون له مخې به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته په دوحه کې وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي