برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دحکومت لخوادطالبانواوه سوه لس نوربندیان خوشی شول

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد طالب او حکومتي زندانیانو د تبادلې په دوام، کی سلګونه طالب زندانیان د حکومت له زندانونو خلاص شوي.
د کابل حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي حکومت له څرخي پله، د پروان د مرکزي توقیف خانې او د هیواد له نورو ولایتي زندانونو څخه ۷۱۰ تنه طالب زندانیان ازاد کړل.»
د فیصل په خبره، د اشرف غني له حکم سره سم به نن شپه او سبا د نورو طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ هم دوام ومومي، تر څو دا شمېره دوه زره ورسېږي.
د شپږ زره طالب او حکومتي زندانیانو د خلاصون لړۍ، چې د قطر په توافقنامه کې امریکا او طالبانو ورباندې موافقه کړې وه، تر اختر وړاندې د زرو طالب زندانیانو تر خلاصون وروسته درولې وه، خو د اختر په مناسبت د طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته یې دوام وموند او د کابل حکومت مشر اشرف غني د دوه زره طالب زندانیانو د خلاصون حکم ورکړ.
د یادو دوه زره زندانیانو له ډلې چې تازه یې د خلاصون حکم ورکړل شوی، تر دې دمه ۱۷۰۰ تنه خلاص شوي او د درې سوه نورو زندانیانو په خلاصون سره به د ټولو خلاصو شویو طالب زندانیانو شمېر درې زره ته ورسېږي.
په ورته وخت کې طالبانو هم د دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ تر پخوا چټکه روانه ساتلې، همدا نن طالبانو په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ۷۳ تنه عسکر له بنده خلاص کړي او د لارې له خرڅ او نویو جامو سره یې کورونو ته لېږلي.
دغه بندیان داسې مهال خلاصېږي، چې د طالبانو د بندیانو چارو اړوند یو تخنیکي پلاوی په کابل کې شتون لري او د زندانیانو خلاصېدو پروسه له نږدې څاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي