برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دحکومت د استازو سره خیری اتری نه کوو

آریانانیوز: دطالبانو یو غړی وویل دافغانستان دحکومتی چارواکو دڅرګندونی په خلاف دچین په پلازمنی بیجنک کی دبین الافغانی په ناستی ددغی ډلی پلاوی دکابل دحکومت درسمی پلاوی سره کتنی ونکړی
مولوی عبدالشکور مطمئن داریانانیوزسره دجمعی په ورځ په خبرو اترو کی وویل په بیجنک کی دبین الافغانی په ناستی کی دطالبانوډلی دپلاوی غړیو دولس کسان دی چی دهغه مشری ملا عبدالغنی برادر په غاړه لری. اودغه پلاوی په بیجنک کی دبین الافغانی په ناستی کی دافغانستان دحکومتی دپلاوی دغړیوسره پریومیزناستی ونکړی .
داڅرګندونی وروسته له هغه بیان شوی چی دجمعی په ورځ دافغانستان ولسمشریزی ریاست دعمومی ارتباطاتو د اداری مشر اوسلاکار وحیدعمر د دغه هیواد د بیلا بیلو ډلو دپراخو پلاوی دحکومت په استازیتوپ د بیجنک د ناستی دشتون لپاره خبرورکړ.
دافغانستان حکومت په قطرکی دطالبانواوآمریکاترمنځ دنیغ په نیغه خبرواترو کی څنګته وو.
کابل د دواړو خواو ترمینځ دیوی پټی معاملی دجوړیدوپه اړه په ځلونو خپل اندیښنی ښودلی وو.
تر اوسه پوری په بیجنک کی دبین الافغانی دناستی دپرانستلودقیق مهال ټاکل شوی نه دی. خودټولولپاره ښکاره دی چی دطالبانواو آمریکاخبری اتری اوس مهاله دریدلی دی اوهمدا راز تردی مهاله دخلکولپاره کوم پایلی نه دی درلودلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي