برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دحکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه

آریانانیوز: د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د جماعت اسلامي ګوند له مشر مولوي سراج الحق سره وليدل.


په دغه ليدنه کې داودزي له مولوي سراج الحق نه وغوښتل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کې ملګرتیا وکړي.
بل خوا د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې سوله مهمه وبلله او زياته کړه چې د افغانانو غږ اوس د سولې لپاره واحد شوى دى.
ده وويل، حاضر دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده چې محمد عمر داودزي د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي په ګډون له يو شمير نورو پاکستاني چارواکو سره هم ملاقاتونه کړي دي.

شریک یي کړئ!