برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دجنګ دخصوصی کولو پلان ته دافغانستان دملی امنیت شوا غبرګون

آریانانیوز: دافغانستان د ملی امنیت شورا د امریکا او دصهیونیسټ رژیم امنیتی شرکت بلیک واټر(Black Water) ته د خپل هیواد دجنګ له سپارلو سره مخالفت وکړ او د دغه کار د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ .


د افغانستان دملی امنیت شورا په یوې(۱) بیانیې کښې وویل خصوصی (Private) امنیتی شرکتونو ته د جنګ د سپارلو خبره د منلو وړ نه ده او دهغو کسانو پرضد به چې دغه پلان مطرح کوی له حقوقی لارو استفاده وکړی .
د افغانستان دملی امنیت دشورا په بیانیې کښې ټینګار شوی دی د کابل دحکومت لخوا له ترهګرۍ سره مبارزه دوام لری او د افغانستان حکومت او خلک به تر هیڅ شرایطو لاندې اجازه ورنکړی دترهګرۍ پرضد مبارزه خصوصی (Private) شی او هغه په یوه (۱)ګټور تجارت بدله شی .
دافغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه د دښمانانو په مقابل کښې د خپلو ښاریزو د حقوقو ، دځمکنۍ بشپړتیا او د ملی واکمنۍ ددفاع لپاره ضروری توان لری .

په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې دامریکا او دهغې دمتحدانو لخوا دافغانستان له نیواک راهسې خصوصی امنیتی شرکتونه د سیاسی او ملاتړی ادارو د امنیت د تامینولو په پلمه افغانستان ته ورغلل .
ډیرې کسان باوری دی چې دامریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ددغه هیواد له جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency) سره یوځاې افغانستان ته د خصوصی امنیتی شرکتونو په وروستلو سره ډیر زیات عاید ترلاسه کړ ځکه چې دافغانستان د بیارغاونې لپاره دنړیوالو مرستو یوه() برخه خصوصی امنیتی شرکتونو ته ورکړل شوه خو دافغانستان د بندیانو د شکنجه کولو او دخصوصی زندانونو د جوړولو او د خلکو د وژلو په شمول ددغو خصوصی امنیتی شرکتونو ډیر جنایتونه چې په غیر قانونی ډول ترسره کیږی سبب شول چې د افغانستان پخوانی ولسمشر کرزی د خصوصی امنیتی شرکتونو د کار په جنایت بللو او هغه د شوکمارو په ګڼلو سره په خپل هیواد کښې دهغوې د فعالیتونو د بندیدا حکم ورکړی.
دامنیتی مسائیلو کارپیژاند ولادیمیر بروتر وایی په افغانستان کښې یوه خصوصی شرکت ته د پوځی چارو ورسپارل په دې معنا دی چې په دغه هیواد کښې داسې ملیشا ډله شتون ولری چې د امریکا رسمی استازی نه دی او د واشنګټن چارواکی دهغوې د اقداماتو په وړاندې هیڅ ډول رسمی ذمه واری پرغاړه نلری او دغه چاره په افغانستان کښې دامنیت د تامینولو په ګټه نه ده بلکې په دغه هیواد کښې به جرم او جنایت زیات کړی .
دامریکا دپخوانی ولسمشر باراک اوباما د حکومت په وخت کښې دافغانستان پوځ ته د پوځی او دفاعی چارو په سپارل کیدا سره ددغه هیواد عسکرو د ملی واکمنۍ او د خپلواکۍ د دفاع او دامنیت دتامینولو لپاره خپله اراده او توان ښودلی دی .
له دې سره سره امریکا چې له افغانستان څخه د وتلو اراده نلری مدیریت شویو کړکیچونو ته په لمن وهلو سره هڅه کوی په افغانستان کښې دناټو دغړو هیوادونو او دامریکا د پوځیانو شتون توجیه کړی .
همداس اوس امریکا دخپلو پوځی لګښتونو دکمولو لپاره دهڅې په ادعا سره د بلیک واټر په شمول خصوصی امنیتی شرکتونو ته د افغانستان دجنګ دسپارلو کوشش کوی .
دامریکا بلیک واټر شرکت په افغانستان او عراق کښې د ډیرو جنایتونو د ترسره کولو مخینه لری .
دسیاسی مسائیلو کارپیژاند ښاغلی بشیر بیژن وایی امریکا نه یوازې له افغانستان څخه د وتلو هڅه نه کوی بلکې غواړی په سیمه کښې خپل پوځی شتون پراخ کړی او خصوصی امنیتی شرکتونه په دې زمینه کښې دامریکا نوی اوزار دی .
په هرحال د سیاسی څارونکو له نظره هغه څه چې سبب کیږی امریکا دافغانستان په ملی واکمنۍ او خپلواکۍ د تیری جسارت ولری او ددغه هیواد دامنیتی چارو لپاره فیصلې وکړی په افغانستان کښې د کورنیو اختلافاتو دوام او په فیصلو غوره کولو او امنیتی توان ددغو اختلافاتو اغیز شیندنه ده .
که څه هم دافغانستان ټولې امنیتی او سیاسی ادارې د هیواد دجنګ له خصوصی کولو سره مخالفې دی خو تفرقه دامریکا په فیصلو دافغانستان دامنیتی اوسیاسی ادارو د جدی اغیزشیندنې خنډ کیږی .
پر دې اساس د ملی وحدت پیاوړی کول او په عین حال کښې دطالبانو ډلې لخوا دخطر درک کول امریکا له افغانستان څخه شاتګ کولو ته مجبورولی شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي