برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دجمعیت ګوند له رهبرۍ څخه دصلاخ الدین ربانی څنګته کیدا

آریانانیوز: دیوراپورله مخی جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا د رایو په اکثریت سره ددې ګوند مشر صلاح الدین رباني پرځای عنایت الله شاداب ددې ګوند سرپرست مشر ټاکلی دی
په هغه غونډه کې چې ددې ګوند د اجرائیه مشر او د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور په کور کې جوړه شوې وه، له طالبانو سره د سولې خبرو او حکومت کې د فعالې ونډېاخیستلو په موخه د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند د رهبرۍ شورا ۶۷ غړو له جملې څخه ۴۷ تنو یې د رایو په اتفاق یو لړ پرېکړې کړي دي
د «عمومي تدارک مجمع» په نوم کمیټې ته دنده سپارلې چې د جمعیت ګوند د بیا جوړولو په خاطر د «عمومي مجمع» دائرولو ته زمینه برابره کړي او د عمومی مجمع تر دائرولو پورې یې ددې ګوند مشري عنایت الله شاداب ته سپارلې ده
په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، چې جمعیت ګوند د پخلاینې له ملي پروسې څخه ملاتړ او په دې پروسه کې د فعالې ونډې اخیستلو ترڅنګ په حکومتي سیستم کې(جمعیت ګوند یې په تشکیل کې مهم رول لوبولی) په برخې اخیستلو ټینګار شوی دی
نویو حالاتو ته کتو د جمعیت ګوند رهبري شورا اکثریت غړو پرېکړه کړې، چې ددې ګوند او د «جهاد او مقاومت» حوزې له نورو اثر لرونکو اشخاصو او مدني فعالانو سره به د مرکزیت نقطه ایجاد کړي
په هغه اعلامیه کې چې د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور په فیسبوک پاڼه خپره شوې، د نور ترڅنګ، په لویدیځه حوزه کې د جمعیت ګوند مخکښ قومندان او د هرات پخواني والي تورن محمداسماعیل خان ددې ګوند نور مخکښو اعضاوو: محمدیونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالستار مراد، عنایت الله شاداب، قومندان حضرت علي، ددفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي، جنرال بازمحمد احمدي، عبدالحفیظ منصور، جنرال عبدالبصیر سالنګي او مولوي اسدالله جمالي او داسې نورو په دغه غونډه کې برخه مستقیما او یاهم د تیلیفون له لارې برخه اخیستې وه
د جمعیت اسلامي ګوند د بنسټ ایښودونکي او پخواني ولسمشر برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني چې تر پرونه یې د جمعیت ګوند د مشر په توګه خلکو سره ملاقاتونه کول، تراوسه دده پرضد د ترسره شوې «سپینې کودتا» په هکله غبرګون نه دی ښودلی
د شنونکو په باور د بین الافغاني مذاکراتو نیټې ته په نیږدې کېدو سره ښايي د جمعیت ګوند پتېیلې وي، چې د میراثي ګوند پرځای د سیاسي او ټولشموله ګوند په نوم د سولې مذاکراتو کې خپله ونډه غښتلې کړي او ډیر امتیازات ترلاسه کړي؛ خو تراوسه دا څرګنده نه ده چې صلاح الدین رباني او د جمعیت ګوند نور مشران به د عنایت الله شاداب په مشرۍ د جمعیت ګوند تر بیرغ لاندې کار کولو ته آماده شي او کنه؟

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي