برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جمعیت ګوند له عبدالله سره په سیاسي هوکړه کې شریک نه دي

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند وايي، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوې سیاسي هوکړه کې شریک نه دي او په باور یې اوسنی حکومت مشروعیت نه لري.
د جمعیت ګوند په یوې اعلامیې کې وویلي چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب عبدالله عبدالله نوماند وو، خو په وینا یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري اعلان شوې پایلې د قانون او د ټاکنو د طرزالعملونو سره په ټکر کې دي
اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د ټاکنو له پیل څخه د تقلبي رایو په بربنسټ د یو حکومت رامنځته کېدو خلاف وو، او له همدې امله دا حکومت ورته د منلو وړ نه دی، ځکه په وینا یې حکومت د خلکو د رایو پر اساس نه دی رامنځته شوی. جمعیت ګوند ویلي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د تقلب پر اساس اعلان شوي، او له ولسمشر غني سره د عبدالله عبدالله جوړجاړي دې تقلبي پایلو ته د مشروعیت په ورکولو سره د خلکو رایو ته سپکاوی کړی دی
له نن څخه کابو درې میاشتې مخکې ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اشرف غني اعلان کړ، چې عبدالله یې پر وړاندې مخالفت وښود او یادې پایلې یې نامشروع وګنلې
تر درې میاشتینې کړکېج وروسته تېره ورځ ( یکشنبه غويي ۲۸ ) ولسمشر غني او عبدالله خپلمنځي سیاسي هوکړه لاسلیک کړه، چې له دې هوکړې څخه د عبدالله یو شمېر ملګړي خوښ نه دي، ځکه دوی د ټاکنو د پایلو د لغوېدو غوښتنه درلوده.

شریک یي کړئ!