برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ ثور , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دتورخم لاره په یو اړخیزه توګه خلاصیږی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په پاکستان کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، د روان میلادي کال مئ میاشتې په شپاړسمه نیټه(د غوايي ۲۷مه) د شنبې په ورځ به د تورخم لاره په یو اړخیزه توګه په پاکستان کې بندو افغانانو پرمخ خلاصه وي، ترڅو وکولای شي خپل هېواد ته را ستانه شي. په هغه لنډ پیغام کې چې د افغانستان د لوی سفارت په فیسبوک پاڼه خپور شوی راغلي، چې لاره به فقط د یوې ورځې لپاره خلاصه وي، ځکه یې په پاکستان کې ایسارو هېوادوالو څخه په ټینګه غوښتي ترڅو له موقع نه په ګټه اخیستو هېواد ته د راستنېدو کوشش وکړي د سفارت پیغام په لاندې توګه دی: «د تورخم دروازه به د مې میاشتې په 16مه (شنبه) د یوې ورځې لپاره په پاکستان کې د افغان مسافرو پرمخ پرانستې وي ترڅو هېواد ته ستانه شي. دا چې د لارې بیاځلي پرانیستل به ستونزمن وي نو له هېوادوالو جدي غوښتنه کوو چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو هېواد ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه