برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دتورخم او سپین بولدک لارې په یو اړخیز ډول د سوداګریزو موټرو پرمخ خلاصول

آریانانیوز: درسینوپه رپوټ له مخی ورځني ځنډ وروسته د تورخم او سپین بولدک بندري لارې په یو اړخیز ډول د افغان سوداګرو د موټرونو پرمخ پرانیستل شوي دي
په پاکستان کې د افغان سفارت د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو سره له ګډو ناستو وروسته پرېکړه شوې، چې د اپریل میاشتې لسمې څخه به په اونۍ کې درې ورځې(دوشنبه، چهارشنبه او جمعه) افغان لاریو او کانتینرونو ته اجازه ورکول کیږي، ترڅو د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته داخل شي
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم تایید کړه چې نن د جمعې په ورځ شاوخوا لس بجې د تورخم له بندري لارې څخه د افغان سوداګرو کانتینرونه او سوداګریز مالونه افغانستان ته رارسیدلي دي
خوګیاڼي تمه څرګنده کړې ده، چې ډیر ژر به په پاکستان کې بند د افغان سوداګرو شاوخوا لس زره کانتینره مالونه افغانستان ته راورسیږي
دغه راز نن د جمعې په سهار د سپین بولدک له لارې هم افغانستان ته د سوداګریزو لاریو او کانتینرونو د راتګ لړۍ پیل شوې ده او کندهاریان هیله څرګندوي چې ددغو توکو په راتلو سره به کندهار کې د اړتیا وړ توکو په بیو کې کموالی راشي
پاکستاني چارواکو له کرونا وایرس سره د مبارزې او نه خپراوي په موخه ۲۵ ورځې وړاندې له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې؛ خو درې اونۍ وروسته یې له افغان چارواکو سره تر اوږدو بحثونو وروسته د اپریل له ۶ مې نیټې څخه تر ۹ مې نیټې پورې د تورخم او سپین بولدک له لارو پاکستان کې بند پاتې افغانانو ته اجازه ورکړه ترڅو افغانستان ته ولاړ شي او دادی اوس یې په یو اړخیز ډول د افغان سوداګرو مالونو ته هم اجازه ورکړه چې له یادو لارو څخه افغانستان ته انتقال شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي