برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دبین الافغانی غونډې دوهم پړاؤ

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس دافغانستان د سولې دبهیر دپرمخ بیولو لپاره د بین الافغانی غونډې دوهم پړاؤ به په مارچ میاشت کې ترسره شی .


دغه غونډه به دفرورۍ په ۲۵ او ۲۶نیټه په قطر کې د امریکائی استازو او دطالبانو ډلې استازو ترمینځ له دوه ورځنۍ غونډې وروسته ترسره شی .
ټاکل شوې ده ، په دغې غونډې کې د طالبانو استازی له زلمی خلیل زاد سره د شوو خبرواترو له نتیجو هم افغان سیاستوالان خبر کاندی .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان د سیاسی او امنیتی چارو یو کارپوه وحید مژده هم وئیلی دی ،په مارچ میاشت کې دبین الافغانی غونډې دوهم پړاؤ په دې خاطر ډیر مهم دی ، چې طالبان به دقطر په غونډې کې له زلمی خلیل زاد سره دخپلو خبرواترو نتیجې وړاندې کړی او دا چې دافغانستان د راتلونکی لپاره څه لارې چارې باید وړاندې شی ، هم مشخص شی .
دوئیلو ده چې د افغانستان دسولې په تړاؤ دبین الافغانی غونډې لومړنی پړاؤ تیره میاشت په ماسکو کې ترسره شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي