برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دبین‌الافغاني خبرې اترې ګډه کمېټه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د افغان سولې د بین‌الافغاني خبرو اترو په لړ کې د نن ورځې تر غرمې پورې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ ګډه کمېټه جوړه شوه.



عبدالسلام حنفي، شهاب‌الدین دلاور او امیرخان متقي د طالبانو په استازولۍ او رنګین دادفر سپنتا، نادر نادري، لطف‌الله نجفي‌زاده، حبیبه سرابي او عمر زاخېلوال هم د افغان پلاوي په استازولۍ د یادې کمېټې غړي دي.
دغه کمېټه به د نن ورځې تر پایه د بین‌الافغاني غونډې پرېکړه‌لیک جوړ کړي.
ویل کېږي چې دغه پرېکړه‌لیک د بین‌الافغاني خبرو اترو د دوام د تضمین لپاره جوړېږي.
بین‌الافغاني خبرې اترې پرون هغه مهال په دوحه کې پیل شوې چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ اووم پړاو خبرې اترې لا پای ته نه‌دي رسېدلي. دغه غونډه د دې لامل شوه چې د دواړو لوریو ترمنځ اووم پړاو خبرې اترې دوه ورځې وځنډېدلې.
د افغان پلاوي استازیو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې یاده غونډه ښه یادوي او وايي، دواړو لوریو د پرون او نن ورځې په بحث کې ډېر ګډ ټکي لرل او پر اختلافي مواردو هم په ښه ډول خبرې اترې وشوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي