برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دبشري بنسټونه چوبتیا دپلچرخي د پیښې وړاندی

آریانانیور: طالبانو په یوه اعلامیه کې د پلچرخي زندان پر بندیانو د پوليسو له خوا د وسله وال بريد غندنه کړې او دا يې له ټولو انساني او بين المللي اصولو خلاف عمل بللی دی.



پرون د هیواد په ترټولو لوی محبس پلچرخي کې د بنديانو او پوليسو تر منځ د شدیدي شخړي راپورونه ورکول شول چې په ترڅ کې یې پولیسو پر بندیانو ناتار ډزي کړي او لسګونو بنديانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کورنيو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته د یادي پیښې په اړه ومنله: چې د پوليسو د ډزو له امله څلور بنديان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، خو زیاته یې کړه چې د بندیانو له لوري هم پر پولیسو بریدونه شوي چې په وینا یې شل پوليس هم ټپيان دي.
خو د زندان له داخل څخه ترلاسه شوي باوري مالومات ښيي چې زندانيانو ته له هغې زياته مرګ ژوبله اوښتې چې کورنيو چارو وزارت يې اعلان کړې.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد،د یوې اعلامیې له لاري پر ټولو بشرپالو ادارو، حقوقي نهادونو او نړيوالو ږغ کړی چې د پلچرخي د پرونۍ خونړۍ پيښې په اړه دې ځانونه غلي نه کړي.
مجاهد ویلي، یاد بشري نهادونه دې لومړی دا پیښه وغندي، او له حکومت څخه دې يې په اړه وضاحت وغواړي او د دغه ډول پيښو د مخنيوي په اړه دې عملي ګامونه واخلي.
په اعلاميه کې راغلي، که یاد بنسټونه په دې اړه په عمومي توګه څه نشي کولای، نو بيا دې له طالبانو هم په ورته مواردو کې د مرستې تمه نه لري. اعلامیه زياتوي” اسلامي امارت د خپل ولس د مدافع او خواخوږي ځواک په حيث په دغه پيښه ژوره خواشیني ښيي، شهیدانوته د جنت او ټپيانوته د عاجلې شفا هیله کوي”.
طالبان دا غوښتنه په داسي حال کې کوي چې تر دا مهاله، د پلچرخي د خونړۍ پيښې په اړه نه ملګرو ملتونو، يوناما، د بشري حقونو بنسټونو، وکيلانو او هيڅ کومې ادارې غبرګون نه دي ښودلی.
د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ګویا، په مناسب وخت کې به د دغه ډول ظلمونو غچ واخلي.
په پلچرخي زندان کې تر دې مخکې هم د پوليسو له لوري په زندانيانو وسله وال بريدونه شوي چې بنديانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې خو دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمير کې زندانيان وژل کيږي او ټپيان کيږي.
د پلچرخي، بګرام، کندهار او د هيواد په ځينو نورو زندانونو کې تل بنديانو شکايتونه کړي چې د زندان د ساتونکو له خوا ورسره ناوړه او بشرضد کړنې ترسره کيږي، حقوق يې نه ورکول کيږي، د ناروغيو پر وخت يې علاج نه کيږي او ورته ډول نورې ډيرې ستونزې دي چې بنديان ورسره لاس او ګريوان دي.

شریک یي کړئ!