برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داوربند یا د کابل ادارې سره د مذاکراتو د توافق راپورونه حقیقت نه لري

آریانانیوز: څرنګه چې له تیرو شپږ ورځو راپه دې خوا د قطر مرکز دوحه کې له امریکايي جهت سره د اسلامي امارت د مذاکراتي هېئت پرلپسې ناستې او خبرې روانې وي، پرون مازدیګر دغه ناستې پای ته ورسیدې.


د مذاکراتو په دې پړاو کې د ټاکل شوې اجنډاسره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اونورو اړونده مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو؛ داچې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي، ترڅو پاته لاينحله مسائلو ته هم د حل مناسبه او مفیده لار پيدا کړل شي او هم دواړه طرفه د مجلس جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي.
د خبرو په جریان کي د اسلامي امارت واضح دریځ داو چې تر څو له افغانستانه د خارجي ځواکونو د وتلو موضوع حل نه شي په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري.
په پای کې داسلامي امارت هیئت د تسهیلاتو د برابرولو په برخه کې د قطر هیواد له همکاري نه مننه وکړه.
داچې ځینو رسنیو په یاده غونډه کې داوربند یا د کابل ادارې سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي هیڅ حقیقت نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي