برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا په پوځی شتون سره د سولې امکان نشته

آریانانیوز: دافغانستان طالبانو ټینګار وکړ د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو د شتون په دوام سره په هیواد کښې د جنګ دختمیدا او دسولې دټینګیدا امکان نشته.



طالبانو پرون په یوې(۱) بیانیې کښې په قطر کښې ددغه ډلې  د سیاسی دفتر له غړو سره د افغانستان د سولې په بهیر کښې دامریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وروستۍ کتنې ته په اشارې سره  تینګار وکړ تر هغه وخته چې بهرنی عسکر په افغانستان کښې وی طالبان خپلې مبارزې ته دوام ورکوی .
دافغانستان طالبانو په دغه بیانیې کښې زیاته کړه په هیواد کښې د امریکا پوځی شتون د جنګ  او د ناامنۍ د دوام اصلی عامل دی .
په افغانستان کښې دامریکا د پوځی شتون د ستراتیژۍ له ماتی خوړلو وروسته  دولسمشر ټرمپ حکومت فیصله کړی ده چې یوې(۱) سیاسی روغې جوړې ته د رسیدا لپاره له طالبانو سره خبرې وکړی .
خو دسیمې سیاسی کارپیژاندی باوری دی چې امریکا په افغانستان کښې د حقیقی سولې د ټینګیدا غوښتونکی نه ده بلکې له دې لارې کوشش کوی عمومی افکارو ته دوکه ورکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي