برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دامریکا سره لنډمهالي اوربند

آریانانیوز: ديو شمېر سرچينو راپورله مخی په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي له خپل مشرتابه سره تر سلامشورو وروسته له امريکا سره د هوکړه ليک لپاره په ښارونو کې په لس ورځني اوربند سلا شوي دي
کابل نيوز د باخبره سرچينو په حواله ويلي، د قطر دفتر استازي له خپل مشرتابه سره تر سلا مشورو وروسته دې پايلې ته رسېدلي، چې له امریکا سره د سولې تر هوکړې وړاندې په ښاري سيمو کې لنډمهالی اوربند وکړي
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم ليکلي، چې طالبانو په اوربند هوکړه کړې، او دا اوربند به د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ورځ په داسې حال کې پيليږي، چې له افغانستانه به د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ هم پيل شي او بین الافغاني خبرو ته به زمينه برابره شي
افغان خبريال او د سولې خبرو څارونکی سميع يوسفزی وايي، دا لنډمهالی اوربند به د سوسولې تړون لپاره يو ازمېښت وي او د بريا په صورت کې به د سولې لپاره اوږدمهالې کړکۍ پرانيزي
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي
دا راپورونه په داسې حال کې خپريږي، چې امريکا د افغانستان اتلس کلنې جګړې د سوله ييز حل په موخه له طالبانو سره لس پړاوه مذاکرات نهايي کړي دي
دواړه لوري دغو خبرو ته خوشبينه دي او ښايي په لنډ وخت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې او بهرنيو پوځيانو د وتلو تړون لاسليک شي
ویل کيږي، چې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي.
د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له نهايي کېدو او لاسليک وروسته دوی هم خپل مرکچي پلاوی معرفي کوي
د ارګ د وياند مرستيالې درانۍ جاوېد وزيري رسنيو ته ويلي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له نهايي کېدو وروسته به دا پلاوی د افغان حکومت په استازولۍ له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات وکړي
حکومت څو مياشتې مخکې ويلي و، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د پلاوي په جوړولو کار کوي، خو تر اوسه يې دا پلاوی نه دی نهايي کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي