برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دامریکا سرغړونې توافقنامې ته زیان رسول اوجګړه زیاتوي

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس طالبانو په یوه اعلامیه کې ددوی او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې د عملي کېدو غږ کړی او ټینګار یې کړی، که له دې توافقنامې سرغړونې دوام پیدا کړي، بې باوري به رامنځته او د جګړې کچه به لوړه شي
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو-امریکا توافقنامه چې په دوحه کې لاسلیک شوې وه، د افغان کشالې د حل لپاره یو ښه چوکاټ بلل شوی، چې ددوی په خبره، ټولې نړۍ ترې هرکلی کړی، طالبان ورته ژمن پاتې شوي، د توافقنامې موارد یې بشپړ رعایت کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته یې مکرر تیاری ښودلی
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، سره له دې، چې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د رامنځته کېدونکي اوربند تر مهاله طالبانو ته د بریدونو اجازه شته، خو ددوي په خبره، له دې سره، سره طالبانو لاس نیولی، په لویو مراکزو او ښارونو یې بریدونه نه دي کړي او یوازې يې په هغو پوستو بریدونه کړی چې «ولس» ترې سر ټکاه
د طالبانو په خبرپاڼه کې د حکومت او امریکا یو شمېر سرغړونو ته اشاره شوې او یاده شوې، چې د شوې توافقنامې برعکس د بندیانو د خلاصون پروسه ځنډول شوې، د ملکي وګړو پر کورنو ډرون بریدونه، بمبار او چاپې اچول شوې، د طالب جنګیالیو پر پیرو باندې ډرون بریدونه شوي او زیاته شوې «په هلمند، کندهار، فراه، کندز، ننګرهار، پکتیا، بدخشان، بلخ او د هیواد په نورو برخو کې له توافقنامې څخه ګڼې او ښکاره سرغړونې شوې چې موږ يې د ارتباطي کانال له لارې وخت په وخت له امریکایانو سره جزئيات هم شریک کړي دي
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې له توافقنامې سره دې په بې پروايي چلند نه کېږي او امریکا او ملاتړي یې باید د توافقنامې موارد مراعات کړي، کنې ددوی په خبره، بې باوري به رامنځته او د جګړې کچه به لوړه شي «د جګړې د مشخصې ساحې او وخت نه علاوه په نورو سیمو کې د اسلامي امارت په مجاهدینو بریدونه، هر ډول چاپې وهل او نور واقعات دا ټول پارونکي اعمال او ښکاره سرغړونې بلل کیږي. که چیرې دغه ډول سرغړونې دوام وکړي، دا به د بې اعتمادۍ فضا رامینځته کړي او نه تنها دا چې توافقنامې ته به زیان ورسوي؛ بلکې مجاهدین به هم متقابل غبرګون ته اړ کړي او د جنګ کچه به لوړه کړي.
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ له اوږدو مذاکراتو وروسته د فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سولې توافقنامه لاسلیک شوه، کومه چې له پراخ هرکلي سره مخ شوه او ملګرو ملتونو هم تائيد کړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي