برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دامریکايي نیواکګروپوځیانو په وژلو محکوم شوی پولیس خوشي کیدا

آریانانیوز: درسندویوپه راپورد  بندیانو د خلاصون په لړ کې حکومت هغه پولیس هم خوشي کړی چې په ۲۰۱۲ م کال یې دوه امریکايي پوځیان وژلي وو.
دا پولیس عبدالصبور نومېږي او په ۲۰۱۲ کې یې هغه مهال پر امریکايي پوځیانو برید وکړ چې امریکايي پوځیانو په بګرام کې د قرآنکریم بې حرمتي وکړه .
د امریکا په پوځ پورې د اړوندې ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس د راپور له مخې، عبدالصبور د دوو امریکايي پوځیانو له وژلو وروسته وتښتېد خو ۴ کاله وروسته په ۲۰۱۶ م کال په پروان ولایت کې په خپل کور کې ونیول شو.
ده د محاکمې په لړ کې د دوو امریکايي پوځیانو پر وژلو اعتراف وکړ او ویې ویل چې له دې کاره پېښمان نه دی. عبدالصبور په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.
د عبدالصبور له لوري پر امریکایانو د حملې مسوولیت هم طالبانو او هم اسلامي حزب په غاړه اخیستی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي