برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دافغانستان سره دازبکستان پوله تړل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د بلخ ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې ازبکستان هم افغانستان سره د کرونا ویروس د خپرېدو د وېرې له امله خپله پوله وتړله
چارواکو ویلي چې ازبکستان د حیرتانو لار د افغانانو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده
تر هغه وروسته چې کرونا ویروس ایران کې په پراخه پیمانه خپور شو، او تر هغه وروسته هرات ولایت کې له ایران څخه یو راستون شوی افغان په کرونا ویروس اخته شو، نو د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادو له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې
که څه هم تر اوسه افغانستان کې د کرونا یوازې یو مثبته پېښه ثبت شوې، خو یو شمېر ګاوندي هېوادنو د احتیاط په ډول یې له افغانستا سره پولې تړلي
تېره ورځ کابل کې د پاکستان سفارت هم وویل چې د یوې اونۍ لپاره کندهار کې د سپین بولدک مرزي پوله له افغانستان سره تړي تر څو دواړو هېوادونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو مخنیوي شوی وي
کرونا ویروس تر دې مهال د نړۍ یو شمېر ډېرو هېوادونو کې خپور شوی چې د سلګونو کسانو ژوند یې اخیستی او په زرهاو کسان هم پرې اخته دي
تر اوسه د کرونا ویروس لپاره کون درمل یا واکسین ندی جوړ شوی، خو چین ویلي چې ښايي تر راتلونکو پنځلس میاشتو پورې یې درمل جوړ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي