برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

داعش د افغانستان د اشغالګرو له خوا رامنځته شو

آریانانیوز: د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وویل چې داعش د اشغالګرو له خوا رامنځته شوی او له افغانستان څخه د دوی په وتلو سره خپل واک له لاسه ورکړی دی.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي، داعش د اشغالګرو له خوا رامنځته شوې پدیده وه او د اشغال په ختمېدو سره یې قوت او ځواک هم له منځه تللی دی.

محمد نبي عمري وويل، چې امنيت د خداى تعالى ستر نعمت دى او برابرول يې د دولت له مهمو وظايفو څخه دي او اوسني امنيت يې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ پايله وګڼله.

عمري زیاته کړه: هغه سرچینې چې په افغانستان کې د ورانکارو امنیتي ډلو د تمرکز په اړه جعلي او په خپله جوړ شوي راپورونه خپروي، په حقیقت کې د هېواد اوسنی وضعیت او په ټولیز ډول امنیت نشي زغملی او اوسنی وضعیت د خپل په ګټه نه ګڼي.

نوموړی زیاته کړه: داعش یوه پدیده ده چې د نیواکګرو له خوا رامینځته شوې ده او د اشغال په ختمیدو سره په افغانستان کې د دوی د نورو اجیر شویو مزدورانو په څیر د هغوی قوت او ځواک له مینځه تللی او اوس د دوي په رسنیزو پروپاګند کې تر هغه ډیر انعکاس کیږي چې په عمل کې شتون لري.

عمري وويل: موږ په خپلو امنيتي ځواکونو باور لرو چې د وخت په تېرېدو سره به د امنيت په ټينګښت کې زيات بريالي شي او خلک به يې ملاتړ وکړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه، چې طالبان په افغانستان کې د اسلامي احکامو د تطبیق او د امنیت د ټینګښت په هدف میدان ته راوتلي او دې موخې ته د رسېدو لپاره له خپل ټول توان څخه کار اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي