برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داشرف غنی اندیښی دطلبانوپه وړانډی دحکومت دړی وړی کیدودبهرینوځواکونو دوتلونه ورسته

آریانانیوز: ولسمشر غنی له طالبانوڅخه وغوښتل چی دنیغ په نیغوخبرواتروکی حاضرشی. داشرف غنی دغه پیغام څرګنډوی.چی هغه دبهرینوځواکونودوتلونه ورسته دسیاسی نظام ددړی وړی کیدوویړه لری.



ولسمشراشرف غنی دافغانستان دسولی په چاروکی دآمریکا دځانکړی استازی سره له ډیروخبرواتروورسته په یولنډویډیویی پیغام وویل. چی مونږدداودخان دنظام اوډاکټرنجیب دحکومتونوددړی وړی کیداڅخه درس اخلو.چی بایددسیاسی نظام دسقوط اوددړی وړی کیدومخه ونیسو.

هغه همدارنګه دبهرینوځواکونودژروتلوسره مخالفت وکړ.اووویل چی په افغانستان کی دبهرینوځواکونوشتون داړتیاوپه اساس دی؟ هغه دطالبانوڅخه وغوښتل چی بایدنیغ په نیغه له حکومت سره خبری اتری وکړی.

داشرف غنی دغه څرګنډونی دخلیلزاد سره دخبرواتروورسته ترسره شول.دافغانستان په چاروکی دآمریکاځانګړی استازی په قطرکی دطالبانوسره داوږدوخبرواتروورسته کابل ته راغی.ترڅوچی خپل شپږورځنی راپوردافغانستان حکومت ته ورسوی.

دآمریکااوطالبانو موافقه

ځینی نړیوالورسنی اعلان وکړ.چی دآمریکااوطالبانواستازوپه خپلوخبرواتروکی دانتقالی حکومت ؛اوربند اوله افغانستان څخه دآمریکایی قواو دوتلو دمهال ویښ پرسرموافقی ته ورسیدل. طالبانوهم ترهغوچی دآمریکایی ځواکونو دوتلورسمی نیټه اومهال ویښ جدول اعلان نشی.دآمریکا داستازوسره دهرډول موافقی اوتفاهم یی ردکړی دی.

دافغانستان حکومت دجنک ختمیدا بهیرپه دا آسانی سره نه یولی. اوعقیده لری.چی دجنک دختمیدو اودطالبانوسره دپخلاینی لپاره بایدپنځه کلن لاره ووهل شی.

په داسی حال کی چی دوی خواوی تاکید لری. چی ددوی په غونډه کی دراتلونکی دسیاسی نظام ؛ اوربند په حکومت کی دطالبانودځایګاه اودانتقالی حکومت اوداساسی قانون په اړه ځینی بحثونه شوی دی.

دطالبانولپاره له افغانستان څخه دآمریکایی ځواکونودوتلودنیټی اعلان یوه تاریخی بریالیتوپ دی.اوهغوی ادعاکوی.چی ددغه هدف لپاره اوږدی مودی مبارزه اوجهادکړی اوډیرقربانی یی ورکړی دی.

دملی وحدت حکومت خپسکه

که چیری دغه هدف ترسره شی. په قطعی توګه طالبانوخبرواتروته حاصریږی.ددی لپاره چی هغوی دافغانستان دحکومت يه مشری کی ځینی حقوق اوامتیازات ترلاسه کوی.

له افغانستان څخه دآمریکایی ځواکونودوتلونیټه دوحدت ملی حکومت لپاره یوخپسکه ده.ددی لپاره چی دبهرینوځواکونوشتون دافغانستان حکومت اوسیاسی نظام دساتلو تضمینونکی دی.په دغه خاطرکه چیری دافغانستان څخه دبهرینوځواکونودوتلونیټه اعلان شی. نودافغانستان دسیاسی نظام دړی وړی کیداهم پیلیږی.

ځکه چی په افغانستان کی بهرینوځواکونوشتون دیوسمبول په ډول .داچی افغان ځواکونوته زده کړی اومشورت ورکوی.شاید دغه موضوع دقواوپرروحیه مثبتی اغیزی لری.

په هم دی دلیل دکابل حکومت دطالبانوسره دآمریکایی پلاوی سره دخبرواتروپایلی نه راضی نه دی. ددی لپاره چی له یوی خوا دسولی دخبرواتروله اجندا څخه خبرنه دی. آمریکایی پلاوی هم په ډیراحتیاط اوفیلټرشوی ډول دناستی موضوعات کابل ته رسوی.

له بلی خوادطالبانوسره دسولی دمعاملی امضا دکابل داوسنی رژیم دحاکمیت دختمیدوپه معی ده.

طالبانوپه سیاسی پروژی کی سره به داوسنی حکومت اودحاکمیت له مشرانوسره دنظام دچاروپه ادغام سره نه حاصزیږی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي