برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داسلامی او جمهوري نظام ملاتړکول

آریانانیوز: د ولس ږغ سياسي بهير له لوري په کندهار کي د ديني عالمانو، ولسي مشرانو، مخورو، د ولايتي شورا يو شمېر غړو په يوه خبري کنفرانس په هيواد کي د موقت حکومت سره سخت مخالفت وښود.
د دوی د يوشمېر سياسي ډلو وغوښتل، چي د ټاکنو پايلو ته دي احترام وکړي او د ولس په سرنويشت دي لوبي نه کوي او د خپل جمهوري نظام ننګه دي وکړي.
د ولس ږغ سياسي بهير له لوري د دوشنبې په ورځ يو خبري کنفرانس جوړ سوی وو، چي پرمهال يې د کندهار د ولايتي شورا غړو، د ولس استازو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او بانفوذه اشخاصو برخه پکښي اخيستې وه.
د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله خان شېردلي او عطاالله عطا وويل، ۱۸ کاله مبارزه او لاسته راوړني، سوي انتخابات، د خلکو ګډون او اوس بيا د يوشمېر سياسيونو له لوري موقت حکومت رامنځ ته کول د پرديو د استخباراتو يوه دسيسه ده، نوموړو يې سخت مخالفت وکړ.
دوی ټينګار وکړ، چي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دي ژر تر ژره د ټاکنو پايلي اعلان کړي، څو وروسته تر هغه په هيواد کي د واقعي سولي لپاره کار پيل سي.
د جمهور رئيس سلاکار مسعود اخندزاده، عزت الله واصفي، تورن نېک محمد او معلم صاحب عبدالرحيم هم خبري وکړې او هيواد کي يې د باعزته او واقعي سولي لپاره د ولس او سياسيونو پر يوالي ټينګار وکړ.
دوی وويل، ولس د خپل اسلامي او جمهوري نظام ملاتړ کوي او غوښتنه کوي، چي د انتخاباتو پايلي دي ژر تر ژره اعلان کړل سي، څو وروسته په هي،اد کي د باعزته سولي او ثبات لپاره کار وسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي