برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خپل احساسات کنټرول کړي.

آریانانیوز: د بلخ پخواني واکمن او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور چې له محمد اشرف غني سره د چنو اوږده سابقه لری، پر هغه غږ کړی چې په اوسنیو حالاتو کې د سولې لپاره هم خپل «احساسات کنټرول کړي.»


وړمه ورځ محمد اشرف غني پخپلو څرګندونو کې طالبانو د پردیو ګټو لپاره پر جګړه بوخت جنګیالي وبلل، چې پر وړاندې يې بېلابېل غبرګونونه را وپارېدل.
عطامحمد نور په خپره کړې اعلاميه کې هغه ته وړاندیز کړی، په اوسنیو حالاتو چې سولې ته یو څه نږدې شوي یو«د حکومت له مشرانو په تېره به له ولسمشر نه زما غوښتنه دا ده، چې د عصباني چلند او احساساتي عکس العملونو، چې هیڅ د هېواد په ګټه نه دي، مخه ونیسي.»
په پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم د محمد اشرف غني څرګندونې تېزې بللې دي.
هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل چې د طالبانو پر وړاندې محمد اشرف غني ژبه «تېزه» وه، چې باید داسې ونه اوسي.
تېره ورځ محمد اشرف غني په ویډیويي څرګندونو کې وویل د بهرنیانو وتل به صفر ته راښکته شي، خو هیله يې ښکاره کړه چې حالات د نویمو کلونو ته ونه ګرځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي