برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

خلاص شوي زندانیان ټول نظامی کسان دي

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د ملي امنیت شورا ویاند هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکي طالبانو د حکومتي بندیانو په نامه ملکي او یا کم عمره کسان خلاص کړي
ذبیح الله مجاهد وویل، خلاص شوي کسان ټول نظاميان دي او دهغوی د خپلې خولې اقرارونه خپاره شوي، چې چېرې یې دنده سرته رسولي« موږ د هغو د خپلې خولې معلومات خپاره کړل چې هریوه اقرار کاوه چې د کوم نظامي ارګان اړوند دي یا يې کوم کوم کنډک کې کار کاوه یا په کومه پوسته کې نیول شوي وي، هغه ځایونه يې ټول معلوم شوي. دي
طالب ویاند وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه، د طالبانو له لوري په خلاصو شویو زندانیانو کې یوازې ۱۹ تنه دولتي سرتېري دي او پاتې نور ملکیان او یا هم کم عمره ماشومان دي
جاوید فیصل که څه هم له طالبانو د ژمنې عملي کول او د لست مطابق د زندانیانو د خلاصولو غوښتنه کوي، خو ذبیح الله مجاهد بیا پړه پر حکومت اچوي او وايي، هغه پروسه د حکومت له لوري خرابه شوه، چې ټولو لورو ته یې قناعت ورکولای شوای
د مجاهد له قوله، «کابل اداره» د خپلو زندانیانو په کیسه کې نه ده، نو ځکه ښايي عسکر یې له حافظې وتلي وي، چې پړه یې پر طالبانو نه ده
یاده دې وي، چې تېره ورځ طالبانو تېره ورځ دریمه شل کسیزه ډله زندانیان په لغمان ولایت کې د ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو د مخنیوي مسئول «انتظار خادم» ته وسپارل
د لغمان ولایت د والي ویاند «اسدالله دولتزي» او «انتظار خادم» هم ومنله، چې طالبانو زنداني سرتېري ورته تسلیم کړي او دوی به يې ژر خپلو ولایتونو ته انتقال کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي