آریانانیوز: خلک وايي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د دې پر ځای چې له دولتي پوهنتونونو سره په څنګ کې د لوړو زده کړو په برخه کې معیاري خدمات وړاندې کړي، تر ډېره یې سوداګریزه بڼه خپله کړې ده.
دوی زیاتوي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د پیسو او محصلین د اسنادو په لټه کې دي.
د عامو خلکو تر څنګ دولتي چارواکي هم وايي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د زده کړې معیارونو ته د پاملرنې پر ځای پیسو ګټلو ته ارزښت ورکړی، خو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو مسوولین یې نه مني او وايي حکومت پاملرنه نه ورته کوي که نه نو خدمات یې نور هم معیاري کېدای شي.
په کندهار کې د د دولتي پوهنتون تر څنګ د میرویس نیکه، بېنوا، سبا او ملالۍ په نومونو څلور د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې سلګونه محصلین په کې د طب، اقتصاد، سیاسي علومو او حقوقو، کمپیوټر ساینس او نورو پوهنځیو کې زده کړې کوي.
په ټولیزه توګه خلک د لوړو زده کړو د دغو ادارو پر چارو او خدماتو نیوکې لري او وايي معیاري نه دي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی محمد عالم چې د لوړو زده کړو په یوه خصوصي موسسه کې یې د سیاسي علومو او حقوقو پوهنځی لوستی، وايي، له لویه سره ستونزه په دې کې ده چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د داسې خلکو له خوا جوړې شوې چې اکاډمیک او علمي خلک نه دي.
نوموړي وویل، دغسې اشخاص یوازې په دې فکر کې وي چې څنګه پیسې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې که هغوی له یوه اړخه له دې لارې پیسې ترلاسه کوي نو بل اړخ ته باید معیاري خدمات هم وړاندې کړي.
دی زیاتوي، له بده مرغه په خصوصي پوهنتونونو کې فیس لوړ او د زده کړې کیفیت ټیټ دى، په دغو پوهنتونونو کې د نورو تر څنګ دولتي کارکوونکي او چارواکي زده کړې کوي چې پر دوی د قانون پلي کول ګرانه خبره ده.
نوموړی د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې و ارزوي او د دغو مواردو په اړه څېړنه وکړي.
د شفیع الله په نوم یو بل محصل هم وايي چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ خصوصي پوهنتونونه ان د لومړنیو امکاناتو لکه ودانۍ، استادان، لابراتوار او نورو اړتیاوو په برخه کې ستونزې لري.
ده وویل، په ځینو پوهنتونونو کې داسې ښودل کېږي چې ګواکې استادان یې ماسټرۍ لري خو هغوی لسانس وي او دغه راز د محصلینو لپاره مجهز لابراتوار او کتابتون هم نه لري چې د محصلینو لپاره ډېر مهم دي.
دی وايي، د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو ګڼ استادان په نورو ادارو کې دندې لري او ډېر مهال ټولګیو ته پر وخت او یا هیڅ نه حاضرېږي.
د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې عمومي اقتصادي وضعیت ته په کتو د خصوصي پوهنتونونو میاشتني فیسونه هم لوړ دي او ډېر مهال په یوه او یوه بل نوم هم له محصلینو ناقانونه پیسې اخلي.
دغه راز ده دا هم وویل چې ډېر مهال د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د دې لپاره چې ډېر محصلین جذب کړي، په فیس کې تخفیف کوي خو کله چې څو سمسټره ولولي بیا تخفیف نه کوي او محصلین مجبور کوي چې پوره فیس ورکړي.
د کندهار ګڼ شمېر نور اوسېدونکي هم ورته نظر لري او وايي، ډېری خصوصي پوهنتونونه معیاري پوهنتونونو ته نه پاتې کېږي او هغه درسي معیارونه چې د دغو موسسو لپاره ټاکل شوي پوره کړي یې نه دي.
د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل هم د لوړو زده کړو پر خصوصي موسسو نیوکې کوي او وايي، دغو ادارو درسي معیار او د دولتي نصاب تطبیق ته پاملرنه نه ده کړې.
ده وویل، د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د پیسو په بدل کې هغه کسان جذبوي چې د دولتي پوهنتونونو د کانکور په ازموینو کې پاتې راغلي وي.
دی زیاتوي، دا سمه ده چې اساسي قانون اجازه ورکړې چې خصوصي سکتور د نورو برخو په څېر د زده کړو په برخه کې هم پانګونه وکړي، خو دا د دې معنا نه لري چې یوه ودانۍ ونیسه او د پوهنتون نوم پرې کښېږده.
د ده په خبره، پوهنتون تعریف شوی او ځان ته شرایط لري او هغه دا چې پوهنتون څه دی او معیارونه یې کوم دي.
توتاخېل مني چې په دولتي پوهنتونونو کې هم ستونزې شته او په ډېرو ولایتونو کې د سیاسي ملحوظاتو او د خلکو د غوښتنو په پایله کې پوهنتونونه جوړ شوي خو خصوصي پوهنتونونه له دغې ستونزې سره مخامخ نه دي او په هر حالت کې باید خپل معیار وساتي.
د ده په خبره، نوموړی په کندهار کې د لوړو زده کړو د څلورو خصوصي موسسو هر کلی کوي خو ټینګار کوي چې دغه ادارې باید ټاکل شوي ۱۱ بنسټیز او ۴۹ فرعي اصول مراعات او پلي کړي چې له نصاب څخه نیولې تر ودانۍ، تجهیزاتو او نورو ټولو معیارونو او اړتیاوو یادونه په کې شوې ده.
په کندهار کې د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو مسوولین دا نه مني چې ګواکې دوی دې یوازې د پیسو ګټلو په فکر کې وي او ټاکل شوو معیارونو ته دې یې پام نه وي کړی.
د ملالۍ لوړو زده کړو خصوصي موسسې رییس پوهنیار عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، ستونزه دا ده چې حکومت د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته هومره پاملرنه نه ده کړې څومره چې ښايي.
دی زیاتوي، که حکومت د لوړو زده کړو موسسو ته پاملرنه وکړي نو خدمات یې په خپله معیاري کېږي.
د ده په خبره، د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتونو اړوندو استادانو ته په دولتي بودیجه د ورکشاپونو، بهرنیو علمي سفرونو، بورسونو، ماسټرۍ او دوکتورا، ترفیع او وظیفوي مصوونیت شرایط برابر کړي، خو د لوړو زده کړو خصوصي موسسې یې ورڅخه بې برخې کړې دي او له دوی سره یې په دغو برخو کې هیڅ راز هم همکاري نه ده کړې.
دی وايي، همدا او نورې لارې چارې دي چې خصوصي پوهنتونونه نور هم معیاري کولای شي.
دغه راز دی یادونه کوي، د دې لپاره چې د خصوصي پوهنتونونو د زده کړې معیار معلوم شي، د پوهنځيو ازموینې دې د یوه بې طرفه بورډ له خوا واخیستل شي چې د لوړو زده کړو وزارت یې تر اوسه دغه وړاندیز نه دی منلی.
د ده په وینا، پوهنتون یوازې د ودانۍ نوم نه دی، فزیکي شیان نه دي، بلکې یو معنوي ارزښت، قوانین او ځانګړي طرزالعلمونه دي چې دوی ژمنیتا ورته لري.
نيازي وویل، د خصوصي پوهنتونو لپاره د کانکور ازموینې د دولتي هغو په څېر د لوړو زده کړو د وزارت له خوا اخیستل کېږي، په پوهنځیو کې دولتي نصاب تدریسېږي چې تل یې کتنه کوي او له نوو غوښتنو سره یې اعیاروي.
دغه راز دی وايي، په پوهنتون کې یې تکړه استادان پر دندو ګومارلي او ټول هغه اصول یې مراعات کړي چې یو پوهنتون یې باید ولري.
نوموړي ومنله چې ډېر مهال ځینې زورمندان له دوی څخه ناقانونه غوښتنې کوي خو دوی منلي نه دي او ان د خپلو ناقانونه غوښتنو د نه منلو له امله یې نورو پوهنتونونه ته ځانونه تبدیل کړي دي.
په کندهار کې د بېنوا د لوړو زده کړو د یوې بلې خصوصي موسسې علمي مرستیال عزت الله مدقق وايي، ستونزې شته خو دا په دې معنا نه دي چې ګواکې دلته کیفیت صفر دی، بلکې هڅه یې کړې خصوصي پوهنتونونه تر دولتي هغو هم ښه وځلوي.
هغه دا رد کړه چې ګواکې د خصوصي پوهنتونو مسوولین یوازې د پيسو ګټلو په فکر کې دي، دی وايي، دا یوه علمي پانګونه ده چې موخه یې خدمت او تجارت دواړه دي خو داسې چې خدمت د تجارت تر اغېز لاندې را نه شي.
دی وايي، دا سمه ده چې د پوهنتونو لپاره مدیریت، وسایل، تجهیزات او نور مهم دي خو تر ټولو مهم اړخ یې علمي او اکاډمیک دی چې دوی ډېر کار ورباندې کوي.
د یادونې ده، څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزیرې کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې له بدغه مرغه په تېرو کلونو کې په هېواد کې ډېر پوهنتونونه د سياسي فشار او روابطو په پايله کې جوړ شوي دي.
هغې یادونه کړې وه چې هڅه کوي ټول خصوصي پوهنتونونه و ارزول شي او تر هغه د نوو پوهنتونونو جوړولو چارې ودرول شي.
دې ویلي و، وزرات په پام کې لري چې د خصوصي پوهنتونو استادان هم بايد لکه د دولتي پوهنتونونو استادان له امتيازاتو برخمن وي، ترفيع واخلي، تقاعد ولري.
د معلوماتو له مخې، په ٢٠٠١ زېږديز کال کې چې د طالبانو واکمني وه، په هېواد کې ٤ پوهنتونونه وو چې ټول ټال په کې ٧ زره محصلينو زده کړې کولې، په داسې حال کې چې اوس د هېواد په کچه په ٣٦ دولتي او ١٢٧ خصوصي پوهنتونونو کې له ٣٧٠ زره ډېر محصلين زده کړې کوي.
خلک او کتونکي نیوکه کوي چې کميت پورته تللى خو کيفيت هغسې نه دى څومره چې اړتيا ده.