برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حکومت په رسمیت نه پیژنو

آریانانیوز: دیورپورپه اساس شیر محمد عباس ستانکزي د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له اوسني حکومته د امریکې د ملاتړ په غندنې سره وویل: د افغانستان خلک له حکومته راضي نه دي او هغه غیرقانوني ګڼي.
د طالبانو دغه مهم غړي له امریکې سره د خپلې ډلې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته زیاته کړه: طالبان به د افغان ډلو ترمینځ مذاکراتو کښې هڅه وکړي یو داسې حکومت غوره شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
د ویلو ده چې د ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم چې د دغه هیواد په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ګټونکي په توګه اعلان شوی، د مارچ په نهمه نیټه ترسره شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبد ا… عبد ا… هم چې له اشرف غني وروسته یې ترټولو زیاتې راې ګټلې دي، د هغه بریا نه مني او ځانته د یو هراړخیز حکومت جوړولو په تکل کښې دی.

شریک یي کړئ!