برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

حکومت له لنډ مهال ځنډ وروسته یو ځل بیا دطالبانوسل تنه بندیان خوشې کړل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس حکومت د طالبانو لخوا اختر کې د اوربند په ځواب کې د دوه زره طالب بندیان خوشې کولو خبر ورکړ، چې سل تنه طالب بندیان د جمهور رییس محمد اشرف غني د ژمنې په اساس خوشې کړل.
د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې نن دوشنبه یې ۱۰۰تنه نور طالب بندیان له زندانه خوشې کړل، د ملي امنیت شورا د سولې او ملیکانو د خوندیبوب د برخې مشر انتظار خادم کلید ته وویل چې دا بندیان د جمهور رییس محمد اشرف غني د .ژمنې په اساس او حسن نیت په هدف خوشې کړي دي
تېر ځل مو چې کله زر تنه طالب بندیان خوشې کړل، د ولسمشر د فرمان په بنیاد باندې نو بیا یو څه ځنډ په کې راغی، تېره ورځ د اختر په پیغام ولسمشر د طالبانو د خوشې کولو ژمنه وکړه او د ولسمشر په سپارښتنه مو نن زر تنه طالب بندیان له بګرام څخه خوشې کړل او دغه سلسله به دوام لري ترڅو ولسمشر اوسنی دستور عملي شي او قدم په قدم سولې ته لاړشو دا د حسن نیت یو مهم پیغام وو.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د طالبانو لخوا د اوربند په مقابل کې د ۲زره طالب بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی، چې له مخې یې نن سل تنه طالب بندیان د بګرام له زندان څخه ازاد شول
د حکومت دې اقدام ته په غبرګون کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه دا یو ښه اقدام بللی او د حکومتي زندانیانو د خوشې کولو په اړه ډاډ ورکړی .
نوموړي همدارنګه ویلي، چې له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کولو شرط د باور فضا رامنځته کولو لپاره په نظر کې نیول شوی و او باید دا پروسه ژر تکمیل شي، تر څو د سولې نورو خبرو ته زمینه برابره شي.د معلوماتو له مخې تر اوس د افغان حکومت لخوا ۱۱۰۰طالب بندیان ازاد شوي دي او په مقابل کې طالبانو بیا د دونیم سوه حکومتي بندیان خوشې کولو ویلي دي.

شریک یي کړئ!