برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

حکومت د طالب زندانیانو خلاصون ته ژمن دی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کابل حکومت د مشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت تر دې دمه ګڼ شمېر طالب زندانیان خلاص کړي او د لا نورو بندیانو خلاصون ته هم ژمن دی
صدیقي دغه څرګندونې نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل، د سولې لپاره د حکومت له جدي تعهداتو او اساسي ګامونو څخه یو یې د طالب زندانیانو خلاصون و، چې په اخستل کېدلو سره یې ګڼ شمېر زندانیان خلاص شول
نوموړي زیاته کړې، چې د طالب زندانیانو د خلاصون هدف دا وو، چې د جګړې د شدت کموالی او نا اعلان شوی اوربند په ځای وساتل شي او مخامخ مذاکراتو ته لاره هواره شي
د صدیقي په خبره، د سولې اساسي برخو ته د رسېدو په موخه حکومت د طالب بندیانو خلاصون ته ژمن دی او دا لړۍ به دوام مومي
د صدیقي له لوري د طالب زندانیانو د خلاصون د لړۍ د دوام څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا غږ پخوانی خبریال او ټولنیز فعال «اکمل داوي» وایي، ولسمشر غني به د دوه زره نورو طالب زندانیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړي
د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې توافقنامې په بنسټ، باید پنځه زره طالب زندانیان خلاص او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شي
تر دې دمه د طالبانو څه کم درې زره زندانیان خلاص شوي او د خلاصېدونکو بندیانو د څار او تائيد په موخه یې يو پلاوی لا هم په کابل کې دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي