برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حکومت دې د اوربند په بهانه د سولې مخالفت نه کوي

آریانانیوز: پخواني ولسمشر کرزي ويلي، حکومت دې د اوربند په بهانه له سولې سره مخالفت پرېږدي او بايد د سولې د روانې پروسې ملاتړ وکړي. حامد کرزي په خپلو وروستيو څرګندونو کې هيله ښکاره کړې، چې د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې به روانه جګړه پای ته ورسيږي او ټول لوري بايد په افغانستان کې د روانې جګړې د مخنيوي او سولې راتلو لپاره هلې ځلې وکړي
د چين راتلونکې بین الافغاني ناستې په اړه حامد کرزي زياته کړې، چې ولسمشر غني له دغې ناستې سره مخالف و او له همدې امله ده هم په دغه ناسته کې له ګډون انکار کړی دی
پخواني ولسمشر وايي، د چین راتلونکې بین الافغاني ناستې په ګډونوالو کې يې نوم و، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني ترې غوښتي، چې په دغه ناسته ګډون ونه کړي او له همدې امله ده هم په کې له ګډونه انکار وکړ
ولسمشرۍ ماڼۍ د کرزي وروستۍ څرګندونې رد کړي دي. د ګډ حکومت د ولسشمرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، حکومت د سولې لپاره جدي هوډ لري او په دې اړه يې پر حکومت د حامد کرزي نيوکې بې ځايه بللي دي
صديقي زياته کړې، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د هغه کړنې تر پوښتنو لاندې وې او نوموړی باید د سولې په اړه د حکومت له تګلارې مخالفته لاس واخلي. د چين بین الافغاني ناستې کې د اشرف غني د مخالفت په اړه صديقي زياته کړې، چې له هېواده بهر د خلکو استازولي يوازې حکومت کولی شي، نه سياسي څېرې. ټاکل شوې، چې په لنډ راتلونکې کې د افغانستان سولې په اړه د چين په کوربه توب بین الافغاني ناسته ترسره شي، چې د طالبانو سربېره افغان سياستوال به هم په کې ګډون کوي، خو ګډ حکومت د دغې ناستې مخالفت کوي او د همدې مخالفت له امله دغه ناسته څو ځله وځنډېده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي