برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

حکومت دطالبانوسل بندیان خوشی کوی

آریانانیوز: درسنیوراپورپه اساس حکومت له طالبانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې تر خبرو وروسته پرېکړه کړې تر څو راتلونکې اونۍ سل طالب بندیانو له بنده آزاد کړي
د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت له طالبانو سره تر خبرو وروسته پرېکړه کړې، چې تر بین الافغاني خبرو مخکې یو شمېر طالب بندیان له بنده آزاد کړي
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان حکومت د ولسمشر غني په فرمان او د بشري خواخوږۍ په موخه راتلونکې اونۍ یو شمېر طالب بندیان آزادوي
ښاغلي فیصل لیکلي چې طالب زندانیان به د هغوي عمر، روغتیايي حالت او له کرونا ویروس څخه د احتمالي اغیزمن کېدو ته په کتو او په مشروط ډول چې له خوشې کېدو وروسته به بیا د جګړې لیکو ته نه ستانه کېږي، آزاد کړل شي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین هم د خپلو د بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی، خو ویلي چې طالبان به یو پلاوی بګرام زندان ته استوي تر څو د دوي د نوملړ له مخې طالب بندیان آزاد کړل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي