برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

حکمتیار په افغانستان کې د انتقالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

آریانانیوز: د افغانستان د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار په دغه هېواد کې د انتقالي حکومت د جوړېدو لپاره په ۷ ماده ییز پلان کې د طالبانو موقت حکومت ته نوې طرحه وړاندې کړه.


د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار طالبانو ته د انتقالي حکومت د جوړولو اوه ماده ییز پلان وړاندیز کړی او د افغانستان د با نفوذه ګوندونو د استازو او د واکمنې ادارې د استازو ترمنځ یې د ګډې ناستې غوښتنه کړې ده.

حکمتیار همداراز ټینګار وکړ چې دغه ناسته باید په یوه بې طرفه هېواد کې ترسره شي او وړاندیز یې وکړ چې په دې بهیر کې دې د بهرنیو اړخونو او د ملګرو ملتونو استازي د څارونکو او ملاتړو په توګه حضور ولري.

حکمتيار د خبرو اترو لپاره د خپلې وړانديز شوې اجنډا د مهمو ټکو په اړه د جزئياتو په ورکولو سره وويل چې د يادې شورا غړي بايد د خلکو له خوا وټاکل شي او دا شورا بايد په مهمو ملي مسايلو کې د تصميم نيولو وروستۍ مرجع وي.

د حزب اسلامي افغانستان مشر زیاته کړه چې دغه شورا باید د دغه هېواد لپاره نوی اساسي قانون هم جوړ او د راتلونکي نظام بڼه وټاکي. حکمتیار ټینګار وکړ چې واک باید د طالبانو له موقت حکومت څخه په سوله ییز ډول او له ځنډ پرته راتلونکي قانوني حکومت ته چې د نوي اساسي قانون پر بنسټ جوړېږي، انتقال شي.

حکمتیار دا هم ویلي چې د دې ټولې پروسې د پیل او پای لپاره باید یو کال په پام کې ونیول شي.

طالب چارواکو تر اوسه د دغه پلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي