برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حکمتیاردخپل ژوند غیر سیاسی اړخ نقلوی

آریانانیوز: ګلبدین حکمتیارد تلویزونی لومړی چینل سره دکاکتوس په پروګرام کی دلیدونکواو ګډونکونکوخپل دژوندغیرسیاسی اړخ بیان کړ.


دحکمتیاردویناوڅخه کولای شواټکل کړو.چی هغه د شخصیت په ګډوډی اوپه ضدونقیض ویلوکی اخته شوی دی.
چی په آسانی سره نشی کولای خپل هویت وښیی.حکمتیارهغه وخت چی خپل ماشومتوپ پړاوحکایت کوی.ځان یی یوعادی ماشوم بیا نوی.اوهغه ځانګړی خصلتونه چی دهغه په شخصیت اوژوند کی پس له ماشومتوپ ښیی.نه ښکاره کوی.
هغه همدرازځان مهربان اونرم خوی کس معرفی کوی.اودنوروکسانوسره تاوتریخوالی چلند په ځانګړی توګه دخپل کورنی دغړیوسره رده وی.دغه په زړه پوری ټکی دی.ځکه چی دهغوخلکولپاره چی حزب اسلامی یی دهغه په مشری پیژنی.په ځانګړی توګه دکابل خلک چی دداخلی جکړوپه بهیرکی ځانی اومالی تاوانونه یی لیدلی دی.یومهم پوښتنی رامنځته کوی.څنکه کولای شی.یوکس چی دخپلوکورینوغړیودروزنی په خاطریوه څپره نه دی وهلی.دعاموخلکودوژلودستورورکړی.اودبی ګناهوخلکوژوندپه دوژخ بدل کړی.
بلی ټکی چی حکمتیارهغه اشاره وکړه.دافغانستان دحزب اسلامی دننیونظم اوانظیبات او
هغه مشرته احترام کول دی.په اړه پوښتنه داده.که دیومقتدراومنسجم ګوندپه سرکی هم داسی چی حکمتیاروایی.یومهربان اونرم خوی کس دی.څنګه کولای شی.چی دهغه غړیو بی رحمانه کړچاراوبی ساری جنایاتونه ترسره کړی.یواځی کافی ده.چی حکمتیاردداخلی جکړوپه بهیرکی دحزب اسلامی دقومندانوڅخه یوقوماندان زرداد فریادی چلندمطالعه کړی.او وروسته پخپله قضاوت وکړی.په یوکس مهربانی اوبی رحمی نشی جمع کیدای. هم داچی په یووخت اوپه یوځای کی ړنا اوتیاری سره ټولیدلای نشی.په دوام کی چی حکمتیاردکابل په پوهنتون کی دپخوانی شوروی سره دخپل مبارزی په اړه وایی. چی هغه دهغوکسانوله جملی څخه وو.چی نومونه یی دتعقیب په لیسټ وو.
چی حکمتیارپه هغه خوشحالی څرکنډه اوویاړی.دپاملرنی وړټکی دادی.چی حکمتیار د کابل په پوهتون خپل فعالیتونه له حده زیات عادی ښیی.اوپه هغوکی له مهموپښی څخه لکه دشعله جاویدله غړیوڅخه یوتن سیدال په نوم وژل هغه هم دحکمتیارپه دستور د نهضت اسلامی ځوانانودغړیولخواهیڅ نه وایی.
همدارازحکمتیاردژورنالیستوسره دخپل ښه چلندپه ځانګړی توګه له هغوسره چی له دی سره مرکی کړی دی.وایی.خودحزب اسلامی دکنټرول لاندی په سیموکی دبی بی سی خبریال میرویس جلیل چی په ۱۳۷۳ کال دحکمتیارسره دمرکی نه وروسته دبی رحمانه قتل څخه یادونه نه کوی.خوکولای شو.چی نوجیه کړو.چی دکاکتوس دپروګرام مجریان جرئت ونکړل.چی له هغه څخه پوښتنه وکړی.چی ولی هغوی ځان دیوتورکس په فهرست چی ټول عمریی په تورلیسټ وو.ونه نږغوړی.
دپروګرام په یوه بله برخه کی حکمتیارله افغانستان په بهرکی دخپلوفعالیتونوپه اړه د عمرالبشیردسودان پخوانی اولسمشر اویوسیاستمدار په اړه وایی چی هغه یوه مصم ،پوه اواسلام ته ډاډمن کس دی.
سربیره پردی حکمتیاردعراق پخوانی ډیکټاټورصدام حسین سره دخپلوکتنوپه اړه ډیرپه رضایت سره خبری کوی.اودهغه له خبروڅخه داسی معلومیږی.چی دعراق اوایران په جنک کی دصدام جنایتونه توجیه کوی.هغه دصدام په اړه چی دهغوټولوڅیرونوچی ترسره شوی .اوښکاره شو. چی هغه یومستبد،ډیکټاټور اوبی رحمه قاتل وو.څه نه وایی. په پای کی داومنوچی دحکمتیاردشخصیت په پیژندلوکی بایدډیرعلمی اونفسیایی څیرنی تزسره شی.ترڅوچی دهغه واقعی هویت اواصلی شخصیت اورودو وپیژندل شی.
خوپه دغو پرګرامونوکی دهغه ګډون دافغانستان خلکوته دافرصت په برخه کوی.چی دهغه متضاد،مرموزاوضدونقیض خصلتونوپه خبرواتروپه خپلوسترګوکی وګوری.اوپه غوږونوکی واوری.اودهغه په رڼادحکمتیاروکړنیزواوټولیزنوهویت تعریف کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي