برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۸ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

حقاني: په غزه کې د فلسطینیانو وژل بشري ضد جنایت دی

د طالبانو یوه جګپوړي غړي ویلي، نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي پلوه تباه شوی دی.


د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیانو وژله د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې یوه بیلګه وبلله او ویې ویل نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي لحاظه له منځه تللی دی.

حقاني زیاته کړه چې یو ځل بیا د ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو د اړوندو ادارو چوپتیا په اخلاقي ازمایښت کې د دوی ناکامي ښيي او د دوی اعتبار تر بل هر وخت ننګوي.

هغه زیاته کړه: دغه وحشیانه جنایتونه او د صهیونیسټي رژیم د ملاتړو له خوا حمایت ثابتوی چې د نړۍ نظام په بشپړه توګه له اخلاقي اړخه تباه شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي