برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حضرت صبغت الله مجددي ومړ

آریانانیوز: حضرت صبغت الله مجددي، د افغانستان پخوانی ولسمشر او د افغانستان د ملي نجات جبهې مشر پرون د سلواغلې په ۲۲ د ۹۳ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.


د حضرت صبغت الله مجددي د زوی زلمي مجددي د وینا له مخې پلار یې پرون د سلواغې په ۲۲ مه له اوږدې ناروغۍ وروسته حق ته رسیدلی دی، ټاکل شوې چې د افغانستان د پخوانۍ ولسمشر د جنازې لمونځ د چهار شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۴ مه د کابل په حضوري چمن کې ادا او مړی یې د کابل په عاشقان او عارفان نومې سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.
ښاغلی مجددي له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وو.
په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان د اساسي قانون د لوېې جرګې مشر هم پاتي شوی دی، ښاغلی مجددي د مجاهدین له بریا وروسته په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. د دې ور اخو حضرت صبغت الله مجددي د یوه روحاني او سیاسي مشر په توګه د افغانستان په ټولو قضایاوو کې دخیل هم پاتي شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي