د پاکستان په لوی ښار کراچي کې د دیني مدارسو په سلګونو حافظانو د قران کریم په لوستلو سره لویه مظاهره وکړه.
دغه حافظان چې د کراچي ښار د مختلفو دیني مدارسو څخه راغلي وه، د سړک پر غاړه یې ځانته مصلې اچولي وې، واړه میزونه او قرآن کریم یې مخته ایښی وو او تلاوت یې کاوه.