برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنرال رازق يه کندهارکی ۶ خبریالان نظر بند کړل

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې (نۍ) ویلي چې کندهار کې د قومندان رازق کسانو شپږ تنه خبریالان د امنیتې تهدیدونو په بهانه، په کورونو کې نظر بند کړي دي.


د نۍ اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر وایي؛ یاد خبریالان د کندهار د زورواکي قوماندان جنرال رازق له خوا په کورونو کې له دې کبله نظر بند ساتل شوي، چې په خبره یې د کندهار د روان وضعیت په اړه یې حقایق په ډاګه کول.
خلوتګر زیاتوي خبریالانو ته ویل شوي چې د روانو امنیتي تهدیدونو له امله دې په کور کیني او د پیښو د تعقیب هڅه دې نه کوي.
نوموړی وایي، د پولیسو دا کار په داسې ولایت کې چې په ورځنۍ توګه لسګونه جنایي او جرمي پیښې په کې ترسره کیږي؛ د بیان پر ازادۍ برید او د رسنیو د چوپ کولو هڅه ده چې په خبره یې دولتي ځواکونه غواړي روان وضعیت د ځان په ګټه راوڅرخوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق نږدې کسانو د دې ولایت د ملي رادیو تلویزیون مشر؛ چې تازه د والي له خوا معرفي شوی و؛ له دندې وشړلو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي