برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني: په فاریاب کې امنیت او انکشافي برنامې د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د فاریاب ولایت علماو، مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.


په دې کتنه کې لومړی د مرکزي اسیا په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي شاکر کارګر وویل، د اوسپنې پټلۍ، حلقوي سړک، د اندخوی پروژه او د المار بند د فاریاب له مهمو پروژو څخه دي چې د کارونو د ایجاد او اقتصادي مثبت تاثیرات لري او په عملي کېدو سره به یې د سیمې په وضعیت کې مثبت تغیرات راشي. هغه د دې پروژو په خاطر د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه.

وروسته مولوي شیخ احمد جمهوررئیس غني ته د هېواد د خپلواکۍ او لوی اختر د رارسېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د فاریاب خلک د دولت ترڅنګ ولاړ دي او د حکومت د سیاسي، اقتصادي او سولې برنامو ملاتړ کوي. هغه د فاریاب امنیت او د دې ولایت انکشاف ته د جمهوررئیس د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته د هغوی د راتګ مننه وکړه وې ویل، په فاریاب کې امنیت او انکشافي برنامې د حکومت د پام وړ لومړیتوبونو څخه دي، دغه راز وچکالۍ سره د مبارزې او د سېلابونو د مخنیوي په موخه یو پروګرام جوړ شوی چې تر دوو میاشتو به یې عملي کار پیل شي چې د کارموندنې لپاره هم مناسب فرصت برابروي.

جمهوررئیس زیاته کړه، فاریاب روښانه راتلونکی لري او په دې ولایت کې له شته ظرفیتونو څخه باید استفاده وشي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د امنیت په برخه کې د فاریاب د خلکو همکاري مهمه ده، دغه راز حکومت هم د دې ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره برنامې لري. #

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي