برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني: سوله د تړلو دروازو تر شا نه کېږي

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هېواد د مهمو ملي مسایلو په اړه د خپلو مشورتي کتنو په لړ کې نن له غرمې مخکې د هېواد دچاپي، انځوریزو او غږیزو رسنیو د یو شمېر مسوولانو سره په ارګ کې وکتل.


په پیل کې د رسنیو مسوولانو د ټاکنو، سولې او اوربند او ملکي او نظامي اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندېزونه او طرحې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني د دوی د نظریاتو، وړاندېزونو او ستونزو له شریکولو څخه مننه وکړه وې ویل، سوله د تړلو دروازو تر شا په تیاره او له سیاسي اجماع پرته نه راځي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت د سولې لپاره طرحې او برنامې لري او په دې برخه کې یې د اسلامي هېوادونو، سیمې او بین المللي ټولنې اجماع هم ترلاسه کړې ده او همدا لامل دی چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبې صبغه هم له لاسه ورکړه.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه د هېواد په امنیتي او دفاعي سکتور کې اصلاحات رامنځته شوي او د اصلاحاتو دغه پروسه لا هم دوام لري. هغه زیاته کړه د اصلاحاتو په برخه کې باید واضح اجماع رامنځته شي، ترڅو داصلاحاتو د بهیر پر وړاندې شته خنډونه هم له منځه ولاړ شي.

جمهوررئیس غني د رسنیو له مسوولانو وغوښتل، د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د یوه ملي او سراسري بحث په جوړولو کې هراړخیزه همکاري وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي