برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د کندهار د ښاروال خدمتونه او طرحې وستایلې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د خدمتونو او طرحو د قدردانۍ په موخه، نوموړي ته لومړۍ درجه تقدیرنامه ورکړه.


په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهور رئیس حکم ولوست. په حکم کې راغلي وو چې انجنیر روښان ولسمل د کندهار ښاروالۍ د چارو د سنبالولو او لا ښه سمون په موخه د کړنلارو، پلانونو او پالیسیو د جوړولو او تطبیق په برخه کې ښې هڅې او د قدر وړ خدمتونه کړي.

ورپسې جمهور رئیس غني د خبرو پرمهال وویل : کندهار او افغانستان ته د کندهار د ښاروال خدمتونه او فعالیتونه کندهاریانو، ټولو افغانانو او ماته د ولسمشر په توګه د قدر وړ دي. هغه زیاته کړه، د نوموړي د تېرو خدمتونو ترڅنګ راتلونکې طرحې هم ارزښتناکې دي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د کندهار د ښاروال په نوښت به د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي لوی احمدشاه بابا پخوانی کور د هغه د کورنۍ په موافقه د ارګ په انسجام کې راشي او د افغانستان ولس د دغه تاریخي ځای د خوندي کولو لپاره اړوندو مسوولینو ته د مالي امکاناتو د برابرولو لارښوونه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د کندهار ښاروال په مستقیم مدیریت او د کندهار د ولسونو په غوښتنه به د عمربن خطاب جامع جومات د رغاولوچارې په اساسي توګه بشپړې شي.

جمهور رئیس غني د کندهار ښاروال طرحو او نوښتونو ته په اشارې وویل، ستاسو له هلو ځلو او لاسته راوړنو مننه چې د ولس په ګډون او مالي مرسته مو احمدشاهي واټ په پاخه او اساسي توګه جوړ کړ. هغه ټینګار وکړ چې د لوی احمدشاه بابا د لید مطابق باید کندهار په داسې ښار بدل شي چې د علم، پوهې او ژوند اساس ولري.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې د لومړۍ درجې تقدیرنامې په ورکولو سره یې د ده هلې ځلې او خدمتونه وستایل. هغه زیاته کړه، ستاسو تقدیر او هڅونه موږ ته د لا ښه خدمت او فعالیت روحیه او انرژي راکوي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د جمهور رئیس په لارښوونه او ملاتړ به د کندهار ښاریانو، هېواد او هېوادوالو ته په پوره صداقت خدمت وکړي او ورسپارل شوې چارې به په ښه توګه او امانتدارۍ ترسره کړي.

انجنیر ولسمل د کندهار د ښاریانو په استازیتوب له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې د کندهار ښار او هیواد لپاره یې د ده ټولې مهمې او ضروري طرحې او پروژې منظور کړې دي.

نوموړي د لوی احمدشاه بابا د کور د استملاک او د عمربن خطاب رض جامع جومات د رغاونې چارو د بشپړولو لپاره د جمهور رئیس د ځانګړې لارښوونې او پاملرنې قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه، د احمدشاه بابا کور او د عمر بن خطاب جامع جومات د افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار ولسونو ته خاص ارزښت لري چې د جمهور رئیس په لارښوونه به یې د خوندي کولو او رغاولو چارې بشپړې شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي