برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د پکتیا ځوانانو ته په خطاب کې: زموږ او تاسو تړون د زړونو، فکرونو او راتلونکي تړون دی

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د پکتیا ځوانانو، مدني او ټولنیزو فعالانو سره په سلامخانې ماڼۍ کې وکتل.


په پیل کې سمیع الله پیوند او سیدرحمن نیازي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د حکومت فعاله ډيپلوماسي، بهرنی سیاست، د اوبو د مدیریت، د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ، د فساد او زورواکانو پر ضد د مبارزې او د قانون د حاکمیت په برخه کې د جمهور رئیس د کوښښونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

هغوی همدارنګه د مچلغو بند او د زرمت سرک په ګډون په پکتیا کې د انکشافي او زیربنایي پروژو د کار د ژر پیلولو او پکتیا ته د لومړۍ درجې امتیازاتو ورکولو، د برېښنا، روغتیا، د جلغوزیو د پروسیس، د کرنې او مالدارۍ د ودې، د ځوانو کدرونو د استخدام او د مسلکي لېسو د جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

ورپسې په فرهنګي چارو کې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوري ریاست د ځانګړي سکرتر عبدالرحیم ځیرک د ښو، غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.

ښاغلي ځيرک ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال له ورکړې وروسته جمهور رئیس ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې پکتیا ته د سږکال بودجه کې د لومړۍ درجه ولایت ټول امتیازات ورکول کېږي او همدارنګه یې ټولو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه چې د لومړۍ درجې تشکیلات ورکړي.

جمهور رئیس غني وویل، د پکتیا لپاره د اداري کمپلکس د بودجې ترڅنګ په نږدې راتلونکي کې د مچلغو بند، سرکونو او نورو انکشافي پروژو کارونه پیلېږي او ولس یې باید ټینګه څارنه وکړي. هغه زیاته کړه، د جلغوزیو د پروسیس فابریکې ترڅنګ په پکتیا کې دوه سړې خونې هم جوړېږي.

جمهور رئیس کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د جلغوزیو د پروسیس ټولې چارې باید په لویه پکتیا کې ترسره شي. هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل، زموږ او تاسو تړون د زړونو، فکرونو او راتلونکي تړون دی او زما موخه د څلوېښت کلن بحران پایته رسول دي، ځکه موږ د تېر هېرول او راتلونکي جوړول غواړو.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ له پاکستان څخه د نااعلان شوي جنګ ودرول او د خپلواک هېواد په توګه د باثباته افغانستان زغمل غواړو، ځکه چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی. هغه زیاته کړه، له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده، موږ له دوی مه واره هم هند ته رسېدلی شو، خو دوی له افغانستان پرته منځنۍ اسیا ته نشي رسېدلی.

جمهور رئیس وویل، موږ د سولې په نعمت او ارزښت پوهېږو، خو د سولې د قېمت په اړه باید ملي اجماع ته ورسېږو او په دې برخه کې د ولس ټولو اندېښنو ته اساسي ځواب ووایو. هغه زیاته کړه، په دې اړه نړیواله، سیمه ییزه او د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځته شوې او د سولې په برخه کې ځکه موږ د چا اجازې ته اړتیا نه لرو چې دا د ولس اساسي غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب دی.

شریک یي کړئ!