آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کریم اغا خان سفیره نورجهان مواني په ارګ کې خپل حضور ته ومنله.
په دغه کتنه کې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د انرژۍ، مخابراتو او کرنې په برخوکې د اغاخان بنسټ د پروژو او په افغانستان کې اړوندو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د اسانتیاو په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهور رئیس غني وویل، اړوندې ادارې به د اغاخان بنسټ په ګډون د خصوصي سکتور ټولو بنسټونو او پانګوالو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوي قانوني اسانتیاوې برابرې کړي.